(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۵) د هلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له کبله اوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پېښه نن له غرمې مخکې د يادې ولسوالۍ مربوط د یخچال په سيمه کې د آینو موټر د چپه کېدو له کبله رامنځته شوې ده.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي، آينو موټر په دوه وړو موټرو چپه شوی چې له کبله يې د يوې مېرمنې په ګډون پنځه تنه مړه شوي او دوه تنه نور ټپيان دي.















