سه شنبه, اپریل 21, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home سرمقاله

د جګړې په اور کې د امريکا کاغذي سوله

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جون 28, 2018
کټګوریانې: سرمقاله, مهم
0
154
ځلې شریک شوی
99
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

سرليکنه

امريکا په افغانستان کې په تېرو ١٧ کلونو کې پر افغان بې ګناه او بې دفاع ولس د ظلم او وحشت سرچپه مېچنې وګرځولې. د هر ډول سپکو او درنو وسلو ازموينه يې پرې وکړه، هر ډول پوځونه يې په افغانستان کې وازمويل او پر افغان ولس یې په هیڅ ډول بمباريو صرفه ونه کړه. بيا هم په ډېره سپين سترګۍ سره وايي چې په افغانستان کې سوله غواړو، طالبان بايد له افغان حکومت سره سوله وکړي.

دا هم ولولئ

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

درې مياشتې دمخه، ټرمپ سپينه ماڼۍ کې يوې غونډې ته ويلي و چې پر طالبانو به جنګي فشار راوړي څو سولې ته غاړه کښېږدي.

خو ټرمپ چې په کابل او ولاياتو کې د طالبانو لخوا پرلپسې مرګوني بريدونه وليدل، هغه کړې وينا ترې له ياده ووتله او بې له ځنډه یې دفاع وزارت ته په افغانستان کې د خپلو پوځونو د قوماندان نیکولسن د ګوښه کېدا امر ورکړ.

افغان ولس د امريکا تر اشغال دمخه، د روسانو په سلګونه پلانونه د هغوی له ذهنه په خپلو کاميابو بريدونو ایستلي وو. روسانو په افغانستان کې د جګړې لپاره ترسيم کړې خريطې له ځان سره خاورو ته يووړې.

افغان مجاهد ولس امريکايي جنرالان هم د روسانو په برخليک اخته کړل. د ترمپ لخوا د جنوبي اسيا لپاره نوې پاليسي او په افغانستان کې پر طالبانو د جګړې له لارې د فشار راوړلو ارمان به هم، ښايي، له ځان سره ګور ته يوسي.

امريکايي چاروکي نړيوالو ته څرګندوي چې دوی په افغانستان کې امن او سوله غواړي، خو پوځي جنرالان یې چې په پنټاګان کې په افغانستان کې د ورسپارل شوې دندې مياشتنی راپور وړاندې کوي، يواځې او يواځې پر افغان ولس د شپنيو عملياتو او هوايي بمباريو شميره مخې ته کښېږدي او له شپنيو عملياتو او هوايي بمباره پرته ورسره نور څه نه وي چې د پنټاګان غونډې ته یې وړاندې کړي.

په افغانستان کې د امریکا د هوایي قواوو مرستیال، قوماندان جنرال لینس بنچ
په افغانستان کې د امریکا د هوایي قواوو مرستیال، قوماندان جنرال لینس بنچ

تېره ورځ په افغانستان کې د امریکا د هوایي قواوو مرستیال، قوماندان جنرال لینس بنچ، په پنټاگان کې یوې خبري غونډې ته په افغانستان کې د خپلو کړنو او معلوماتو په اړه وويل: د کمکي اختر په ورځو کې تر اوربنده دمخه مو په داسې حال کې چې افغان پوځونه هم په جګړه کې راسره شريک وو، پر وسله والو طالبانو ١٥۴ بریدونه کړې او د طالبانو ١٩ مهم مرکزونه مو ويجاړ کړي دي.

په پنټاګان کې د جنرال بنچ له ويناوو داسې بريښي چې هغه په افغانستان کې د کاغذي سولې لپاره يوه برخه جګړه او درې برخې تبليغات کوي څو افغان ولس، طالبانو او نړيوالو ته وښيي چې موږ پر طالبانو د هر ډول فشار راوستلو توان لرو.

خو طالبانو د جنرال بنچ ادعا هم رد کړې ده. د سياسي چارو شنونکي د جنرال بنچ راپور ته په افغانستان کې د خيالي پوليسو د تشکيل په سترګه ګوري، چې پنټاګان ته خيالي راپورونه وړاندې کوي.

جنرال بنچ د پنټاګان په خبري غونډه کې د ټرمپ لخوا د جنوبي اسیا لپاره د نوې تگلارې ستاینه وکړه او د غونډې برخه والو ته یې څرګنده کړه چې موږ پر طالبانو ١٥٤ بريدونه د ټرمپ د هغې تګلارې پر اساس کړي دي چې پر افغان ولس یې د بمباريو واک راکړی دی.

جنرال بنچ چې په افغانستان کې د ټرمپ د نوې تګلارې له مخې پر طالبانو د ١٥٤ بريدونو يادونه کوي، بيا نو د امريکا کاغذي سولې ته څه اړتيا ده چې افغان حکومت یې د ماشومانو په څېر د (مم) په تمه ساتي.

افغان ولس د تېرو اشغالګرو، تېرو نظامونو بمباريو او کاغذي سولې ته په خپل افغاني غيرت او پولادي همت ځوابونه ورکړي دي. دا ډول به یې د ټرمپ د نوې تګلارې په مقابل کې هم وکړي او د دې کاغذې سولې په نامه د روانې اوږدمهالې جګړې پلان به ټرمپ، مشاورين، متحدين يې، استخبارات او جنرالان یې له ځان سره خاورو ته يوسي.

 

 

مخکینې مطلب

د ژوند لارښود (شپږمه برخه)

بل مطلب

د ملي وحدت کابینه او د استعفاګانو توفاني څپې

ځانګړي مطالب

افغانستان

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

نورالدین عزیزي د منځنۍ اسیا صنعتي نندارتون کې د ګډون لپاره اوزبیکستان ته ولاړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ټرمپ: ونس له ایران سره د خبرو نوي پړاو کې د امریکایي پلاوي مشري نه کوي- سي ان ان د ونس په مشرۍ پلاوی اسلام آباد ته روان ده

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com