دوشنبه, اپریل 20, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه راپور تاژ

د ملي وحدت کابینه او د استعفاګانو توفاني څپې

جنت ګل نشرونکی: جنت ګل
جون 28, 2018
کټګوریانې: راپور تاژ
0
184
ځلې شریک شوی
77
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

 

راپور تاژ: فرید افغان

دا هم ولولئ

فایننشل ټایمز: علي خامنه‌يي د بشپړې بریا تر شعار لاندې ۳۷ کاله ایران رهبري کړ

اسلامي امارت د ۲۰۲۵ لاسته‌راوړنې اعلان کړې؛ له نړیوال تعامل څخه تر بندونو، امنیت او ټولنیزو مرستو/ راپورتاژ

د وروستیو جریاناتو او ټي ټي پي په اړه د اسلامي امارت د وياند د کنفرانس متن/ د استانبول د مذاکراتو، د TTP او بې‌ځايه شويو قبایلو په اړه څرګندونې

(کابل تکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۷)

په داسې حال کې چې هیواد مو په نظامي ، سیاسي او اقتصادي ډګر کې ورځ تر بلې منزوي کیږي او د امریکا نظامي حضور هم دې ستونزو ته کومه حل لاره نه ده موندلې، د ملي وحدت د دواړو مشرانو په ګډه کابینه یوځل بیا د استعفاوو، ګوښه کولو او له دندو د شړلو توفان په خوځښت راغلی.
د ګډحکومت کابینه چې په څوکلونو کې نه بشپړیده اوس یوځل بیا د نیمګړتیا پر لور روانه ده.

په وروستیو کې د دواړو لوریو څلورو مهمو وزیرانو استعفاوې ورکړې.
دا چې دې وزیرانو څه کړي وروسته به یې واضحه کړو خو لومړی به د استعفاګانو لاملونه وڅیړو.

که څه هم د اجرایه ریاست ویاند امید میثم دا استعفاوې د حکومتولۍ په چارو کې عادي کړنه بولي خو نور چارواکي بیا د دې استعفاګانو مختلف لاملونه بولي.
سرچینې وایي، د ګلخانۍ او سپیدار ماڼیو مستعفي وزیرانو خپلو اړوندو مشرانو ته زیانې لاسته راوړنې درلودې او مقابل لوري دا چاره نه شوه زغملی، نو ځکه دواړو لوریو د راتلونکو ټاکنو لپاره د مخالفینو د راجلبولو په خاطر هغوی استعفا ورکولو ته اړ کړي .

خو د مخابراتو پخوانی وزیر عبدالرزاق وحیدي بیا وایي چې، دې کسانو د مالي فساد په برخه کې لویې دوسیې درلودې نو له دې امله چې په یاد فساد کې ښکیل ونه بلل شي ، یا لږ تر لږه ځان څنډې ته کړي مخکې له مخکې دندې پریښودې.

بلخوا د جمهور رئیس غني ورور حشمت غني وایي چې مستعفي کسانو او د اتمر په ګډون یو شمیر مشاورینو له اندازې زیاته د ولسمشر په چارو کې مداخله کوله، نو ځکه ځینې استعفا ته اړ شول او یو شمیر نور به په لنډ راتلونکي کې دندې پریږدي.

اوسمهال د پوهنې، بهرنیو چارو، کانونو اوپیترولیم، اطلاعات او فرهنګ، کرنې او اوبو لګولو او مالیې وزارتونه د سرپرستانو له خوا اداره کیږي.

د ارګ ځینو سرچینو ویسا ورځپاڼې ته ویلي چې د امنيت شورا غونډې خو له پخوا ځنډول شوې ، په دې وروستيو كې غني د خپلې نږدې كړۍ اونيزې غونډې هم پرېښې دي. نرګس نهان، سعادت نادري او اكليل حكيمي غوندې څېرې چې د ولسمشر غني خاص كسان يادېدل دوه لومړي يې له دندو ګوښه كړاى شول او وروستي يې پرون خپله استعفا اعلان كړه. ډېر امكان دى چې يو شمېر نور وزيران او مهم چارواكي په لنډو ورځو كې خپلې دندې پرېږدي يا يې له لاسه ورکړي.

دا هم ویل کیږي اوس وخت کې د ولسمشر غني چلند له خپلو وزيرانو سره ډېر توند او له زغمه وتلى دى.

مستعفي وزیرانو څه کړي؟

اکلیل حکیمي:

دی د غني له څو ځانګړو کسانو څخه یو و، غني پرې پوخ اعتبار کړی و او نوموړي هم ارګ ته پراخې لاسته راوړنې درلودې. تیرکال د مرغومي په ۲۳ ولسي جرګې یو شمیر اسناد په ډاګه کړل چې ارګ د اکلیل حکیمي په واسطه د کال ۶۰ میلیارده افغانۍ د خپلو اړوندو بودیجه لري.
ولسي جرګې وویل چې د ولسمشرۍ او اجرایه ریاست کارمندان تر ۱۵۰۰۰ تنو پورې رسیږي چې د دولت لویه بودیجه هم دغه کسان مصرفوي.

ولسي جرګه وایي، داکسان زیاتره د خپلوۍ، واسطو او رشوت ورکولو په مټ دلته راوستل شوي دي.

د ولسي جرګې وکیل زهیر سعادت هغه مهال وویل، ارګ د لوی مالي فساد سرچینه ده او په خبره یې چې د ګلخانې په ماڼۍ کې ۷۳۲۳، د جمهوري ریاست په امورو کې ګمارل شوي ۲۹۱۷، تنه د دې ریاست کارمندان دي او د ولسمشر د ساتونکو شمیر ۲۲۸۰ تنو ته رسیږي.

همداراز یې وویل چې اجرایه ریاست۱۱۲۹ تنه کارمندان او ساتونکي لري، چې په وینا یې دا ټول غیر ضروري او د فساد سرچینه بلل کیږي.
زهیر سعادت زیاته کړه، چې د ۱۳۹۷ کال په بودیجه کې تر ۶۰ ملیارده افغانیو ډیرې پیسې د جمهوري ریاست احتیاطي کود ته جمع شوې چې د ارګ د کارمندانو میاشتنۍ تنخوا له ۵۰ زرو نیولې بیا تر ۵۰۰ زره افغانیو رسیږي.

د رولاغني کلنۍ بودیجه

همداراز د ولسمشر د میرمنې رولا غني د دفتر کلنۍ بودیجه ۲۱ میلیون ډالر اټکل شوې، چې دا ټولې پیسې د بهرنیانو له مرستو، له مالي عوایدو او د کریدیټ کارت له ۱۰ سلنې محصول څخه د اکلیل حکیمي په مدیریت اخیستل کیږي او د یادو دفترونو بودیجه جوړوي.

اکلیل حکیمي د علي احمد عثماني سره د غني تر مخالفت وروسته د ډاکټر عبدالله له غبرګون سره مخ او استعفا ته اړ شو.

علي احمد عثماني:

نوموړی د ډاکټر عبدالله له نږدې کسانو شمیرل کیږي او د اوبو او انرژۍ لپاره د هغه د برخې منتخب وزیر ده.

د ارګ او انرژۍ وزیر ستونزه کال وړاندې هغه مهال زیاته شوه ، کله چې د ملي امنیت رئیس معصوم ستانکزي له عثماني وغوښتل چې د نوموړي ورور له ځانه سره د سلاکار په توګه وټاکي، عثماني له هغه څخه د آزموینې غوښتنه کړې وه چې په غبرګون کې یې نوموړی د ارګ له فشار سره مخ او ګواښل شوی و، خو نوموړي د سلاکار څخه د آزموینې په غوښتلو ټینګار کاوه .

تر دې څو ورځې وروسته ارګ نوموړی ولسي جرګې ته د سلب صلاحیت په موخه ور وپیژانده تر څو یې په غیر مستقیم ډول له دندې ګوښه کړي .
نوموړي په ولسي جرګه کې د یادې قضیې د سپیناوي ترڅنګ وویل چې هیڅکله به فشارونو ته تسلیم نه شي او هیڅوک نه شي کولی د ده په وزارت کې په واسطو او شناخت سره کسان وګماري .

د یادونې وړ ده چې نوموړی له همدې کبله د ټاپي پروژې په پرانیسته کې هم له ګډون څخه منعه شوی و، او په ولایاتو کې د یاد وزارت د ګڼو پروژو پرانیستې ته د غني له خوا له بندیز سره مخ شوی و چې پر ځای یې د نوموړي مرستیال ګډون کاوو .

دیادونې وړ ده چې عثماني له استعفا سره سم د داکتر عبدالله ارشد سلاکار او اکلیل حکیمي په نړیوالو اړیکو کې غني سلاکار وټاکل شو.

نرګس نهان:

دا اغلې هم د ولسمشر د بانډ مهمه څیره وه خونوموړې څه موده وړاندې په امريكا كې پر خپل سر قراردادونه لاسليك كړي وو له همدې امله د فشارونو سره مخ او له دندې ګوښه شوه.

سید سعادت منصور نادري

د ده په تړاو داسې کوم اسناد او شواهد نشته چې نوموړي دې له ارګ سره کوم جنجال راغلی وي، خو اوازې دي چې د کومې مهمې دندې د ورکړې ژمنه ورکړل شوې.

باید وویل شي د وزیرانو د استعفا لړۍ لا هم روانه ده او ښایي تیر ته په کتو سره په دې بهیر کې د امریکایي سفارت مرموزې پریکړې هم عملي شوې وي. راتلونکې ورځې به وښیې چې د استعفاګانو توفاني څپې څومره زور اخلي.

لوی ټکي: ارګ اجرائيه رياستافغانستان کابینهاکلیل حکیميعلي احمد عثمانيوزیران
مخکینې مطلب

د جګړې په اور کې د امريکا کاغذي سوله

بل مطلب

فاریاب او لوګر: چارواکي د طالبانو د وژنو ادعا کوي او طالبان یې ردوي

ځانګړي مطالب

خبرونه

فایننشل ټایمز: علي خامنه‌يي د بشپړې بریا تر شعار لاندې ۳۷ کاله ایران رهبري کړ

نشرونکی: ح جلال
مارچ 3, 2026
افغانستان

اسلامي امارت د ۲۰۲۵ لاسته‌راوړنې اعلان کړې؛ له نړیوال تعامل څخه تر بندونو، امنیت او ټولنیزو مرستو/ راپورتاژ

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 31, 2025
افغانستان

د وروستیو جریاناتو او ټي ټي پي په اړه د اسلامي امارت د وياند د کنفرانس متن/ د استانبول د مذاکراتو، د TTP او بې‌ځايه شويو قبایلو په اړه څرګندونې

نشرونکی: ح جلال
نوومبر 8, 2025
خبرونه

سي آی ای، ولې افغانستان کې ناکامه شوه؟ د الجزيرې ځانګړی راپور

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 8, 2025
راپور تاژ

له اټومي توغندیو تر پرمختلليو روباټونو؛ د چین د ځواک ننداره

نشرونکی: احسان تکل
سپتمبر 3, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

نورالدین عزیزي د منځنۍ اسیا صنعتي نندارتون کې د ګډون لپاره اوزبیکستان ته ولاړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ټرمپ: ونس له ایران سره د خبرو نوي پړاو کې د امریکایي پلاوي مشري نه کوي- سي ان ان د ونس په مشرۍ پلاوی اسلام آباد ته روان ده

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com