یکشنبه, اپریل 19, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home په زړه پورې معلومات

کال 2023م ته انتظار، ترکیه او د غرب اندېښنې

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
جون 28, 2018
کټګوریانې: په زړه پورې معلومات, مهم
0
639
ځلې شریک شوی
287
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

عبد الله صدیقي

      څو ورځې مخکې رجب طیب اردغان د نوي صدراتي نظام لومړی منتخب واکمن ولسمشر وټاکل شو، دی اوس په ترکیه کې تر ټولو لوړ صلاحیت لرونکی شخص دی. دلته د اردوګان په اړه یوه مهمه خبره رااخلو، هغه دا چې دی همیشه د 2023 کال خبرې کوي. دا کال ولې دومره مهم دی او ولې اردوګان دا کال وخت په وخت په خپلو ویناوو کې یادوي.

دا هم ولولئ

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

      د دې خبري د وضاحت لپاره به 95 کاله شاته ولاړ شو. په کال 1923 میلادي کې د ترکيي نوی انقلابي مشر کمال اتاترک عثماني خلافت ړنګ اعلان کړ او  په ترکیه کې یې یو نوی جمهوري دولت تاسیس کړ او په همدې کال اتاترک د لومړۍ نړیوالې جګړې بری موندونکو متحدینو سره یوه معاهده لاسلیک کړه، چې د لوزان معاهدې په نوم شهرت لري. او دغه معاهده سل کاله وخت لري چې په 2023م کې به ختمیږي.

     متحدینو چې د ترکیې ډېره برخه یی نیولی وه د جنګ ګټونکی اړخ په توګه دغه معاهده د مات شوی ترکيي سره امضاء کړه . ترکیه له دې مخکې د عثمانی خلافت په شکل د دریو لویو وچو اسیا ، اروپا او افریقا په استراتیژیکو نقطوا واکمنه وه. خو د اول نړیوال جنګ د متحدینو مقابله یې ونه شوی کړی او ماته شوه. له بلقان او نورو اروپایي هیوادونو یی د قدرت ټغر ټول شو ، د شمالي افریقا او عربو هیوادونو د متحدینو په لمسون پاڅون وکړ او عثمانی ترکان یی له خپلو ملکونو وشړل.

      د لوزان په معاهده کې 143 مادې وې چې اکثره یی د بریتانیا لخوا، رامنځته شوې وې، برتانیه هغه مهال  لوی پوځې ځواک و، د دې معاهدې مهمې مادې په لاندې ډول تاسو ته وړاندې کوو.

1-         ترکیه مکلفه ده چې عثماني خلافت لغوه اعلان کړي سلطان عبد الحمید او د هغه کورنۍ به له ترکیه جلاوطن کوي.

2-         د خلافت او دسلطان ټول مالونه به ضبط کیږي.

3-         په ترکیه کې به نوی حکومت په سیکولر او علماني مفکوره جوړیږي

4-         ترکیه نه شي کولی چې د خپلې خاورې په حدودو کې د تېلو لپاره کیندنې وکړي. او پیټرول به له خارجه را واردوي.

5-         د بوسفور کانال چې د مرمري سمندرګۍ یې له تور سمندرګۍ سره نښولي دا به بین المللی ګڼلی کیږي. ترکیه حق نه لري چې د دې کانال نه ګمرک او حق العبور واخلي.

6-           ترکیه به د قبرص له جزیرو، لیبیا، مصر، سودان ، عراق ، شام، فلسطین، لبنان، اردن او د عربو ټاپوزمې نه لاس په سر کیږي. او څومره سیاسي او مالي حقوق چې د عثمانی خلافت په نوموړو ملکونو کې پاتې دی هغه به نه غواړي.

     د دې معاهدې په اړه ترکان او دنیا په دوه نظریو تقسیم دي، یوه ډله ترکان او پوهان دا معاهده د ترکیي په ازادی تعبیروی خو بله ډله بیا دا معاهده د ترکيې لپاره لوی عار او ذلت ګڼي چې طیب ارغان هم په همدې نظر دی.

     ترکیې چې د اردوګان د ګوند په حکومت کې قوی اقتصاد خپل کړی او په ډېره چټکۍ سره پر مخ روان دی، نیت لري چې په کال 2023 کې نوی ډول حکومت تاسیس کړي چې له هر پلوه خود کفاء وي. له اوسه نه ترکیه په نظامي ډګر کې ډېر پرمختګ کړي نوي ټانګونه ، الوتکې ، جنګي بېړي ، ډورن الوتکی او تحت البحری اوبتلونه جوړولو کې په کامیابۍ سره پر مخ روان دي.

     د لوزان د معاهدې تر ختمیدو وروسته به ترکیه د پیټرولو (تورو زرو) لپاره په کیندنو پیل وکړي او د بوسفور د کانال مالیه اخیستل به هم پیل کړي چې د ترکیې په اقتصاد کې به رغنده لوړ والی راشي.

     د ترکيې مخ پروده قوې اقتصاد غرب او امریکا ډېر وارخطا کړي دي، ځکه دوی ویره لري چې که ترکان لا ځواکمن شي، د اسلامي نړۍ د قیادت وړتیا ترلاسه کړي شونې ده اسلامي نړۍ هیوادونه سره متحد کړي او د اسلامي نړۍ اتحاد اروپایانو او امریکایانو ته هیڅکله د منلو وړ نه دی.

    څرنګه چې د لوزان تړون د ترکیې د زیاتو پرمختګونو مخه نیولې ده او په کال 2023م کې دا تړون ختمیږي ښکاره خبره ده چې ترکیه به د نړۍ ستر اقتصادي او نظامي ځواک جوړیږي.

د دې تاریخي شالید نه معلومیږي چې دغرب او ترکیه تر منځ څومره سخته جګړه روانه ده، د ترکیې دا زرین چانسونه او مخ پروده حالت غربیان څاري او دا دښمني به یې د ترکیې له پرمختګونو سره زیاتیږي چې زیات اغېز به یی د 2023 م کال نه وروسته لا ښه ښکاره شي.

لوی ټکي: 2030اتاترکاردغانترکیهسلطانعثمانی خلافتلوزانمعاهده
مخکینې مطلب

د پکتیکا مشهور قوماندان په کابل کې ووژل شو

بل مطلب

جنرال مراد: د طالبان اوربند وښوده چې دا ډله له هیواد سره بې کچې مینه لري

ځانګړي مطالب

خبرونه

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    22 شریک شوي
    شریکول 9 Tweet 6
  • ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com