د عراق لومړي وزیر حیدر العبادي تېره ورځ د د داعش ډلې اړوند د هغو بندیانو د سمدستي اعدام امر صادر کړ چې په اعدام محکوم شوي وو.
د العبادي د دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، ”العبادي پر اعدام د محکومو شویو ترورستانو د سمدستي اعدام امر ورکړی دی.“
حیدر العبادي دا اقدام د داعش د هغه ګام په ځواب کې کړی چې څو ورڅې وړاندې یې څو تنه برمته شوي کسان ووژل. عراقي ځواکونو د دوی جسدونه تېره چهارشنبه وموندل.
د یادونې وړ ده، د روانې جون میاشتې په ۱۷مه، داعش ډلې د عراق په کرکوک ښار کې ۶ کسان یرغمل ونیول. داعش ډلې څو ورځې وروسته د دې کسانو د یوې ویډیو په خپرولو سره له عراقي حکومته د خپلې ډلې د اړوندو څو مېرمنو د خوشي کېدو غوښتنه وکړه.
عراقي ځواکونو د ویډیو تر خپرېدو وروسته په دیاله، صلاح الدین او کرکوک ښار کې د برمته شویو کسانو د موندلو په موخه پراخ عملیات پیل کړل، چې تېره چهارشنبه یې د پلازمېنې بغداد شمال طرف ته پر یوه لویه لار د ټولو برمته شویو کسانو مړي پیدا کړل.
د الجزیره ټلوېزون د راپور له مخې، په تېره اپرېل میاشت کې یوې قضايي سرچینې ویلي و چې د عراقي محکمو له لوري د ۱۰۰ بهرنیو مېرمنو په ګډون تر ۳۰۰ زیات کسان د داعش ډلې د غړیتوب له امله د مرګ په سزا او عمري بند محکوم شوي دي.
















