د امریکا سنا مجلس د افغانستان لپاره نوی پوځي قومندان تایید کړ

د امریکا سنا مجلس په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو د قومندان په توګه د جنرال سکاټ میلر ټاکل کېدل تایید کړل.

لکه څنګه چې انتظار کېده، نوموړی په اسانۍ سره د زیاتو مثبتو رایو په ترلاسه کولو وتوانېد.

جنرال آسټن سکاټ میلر به د جنرال نیکولسن پر ځای وټاکل شي. نوموړی د افغانستان په ۱۷ کلنه جګړه کې ۱۷م کس دی چې په افغانستان کې د مېشتو امریکايي او ناټو ځواکونو د قومندان په توګه ټاکل کېږي.

د روانې میاشتې په پیل کې، جنرال میلر د امریکا د سنا مجلس غړو ته وویل چې نوموړی د افغانستان په جګړه کې ”پرمختګ ویني“، خو په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدا او د امریکايي ځواکونو د شتون ”د وروستی نېټې او د مهالوېش ضمانت نه شي ورکولای.“

سکاټ میلر به څو میاشتې وروسته په رسمي توګه، په افغانستان کې د څه باندې شل زره مېشتو بهرنیو ځواکونو قومندان وټاکل شي.

میلر تر دې وړاندې د امریکا د ځانګړو عملیاتو د قومندانۍ مشر و، او د ۲۰۱۳ز کال له جون میاشتې بیا د ۲۰۱۴ز کال تر جون پورې په افغانستان کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو قومندان پاتې شوی دی. نوموړي د افغانستان په ګډون په عراق، صومالیا او بوسنیا کې هم پوځي ماموریت ترسره کړی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button