شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د سکاټ مېلر ټاکنه او خوشباوري!!

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جون 30, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
جنرال سکاټ میلر له افغان چارواکو سره - انځور په افغانستان کې د میلر د یوه پخواني ماموریت پر مهال اخیستل شوی دی.

جنرال سکاټ میلر له افغان چارواکو سره - انځور په افغانستان کې د میلر د یوه پخواني ماموریت پر مهال اخیستل شوی دی.

279
ځلې شریک شوی
141
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

نعمان لطیف

د امریکا سنا مجلس په افغانستان کې د مېشتو یرغلگرو پوځیانو د مشري لپاره د سکاټ مېلر تقرري ومنله.

دا هم ولولئ

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

۴۷ کلن سکاټ مېلر تر دې وړاندې په بوسنیا او جنوبي کوریا کې دنده ترسره کړې ده او په عراق کې د سپېشل فورس قومندان پاته شوی دی.

سکاټ مېلر سنا ته په وینا کې منلې چې په افغانستان کې د بري ضمانت نشي ورکولای، اما د جگړې د ختمولو لپاره یې شنه سیگنالونه لېدلي دي او خوشباوره دی چې افغان جگړه به زر مهار کړي.

سکاټ مېلر افغانستان ته د صلیبي لښکر ۱۷م جنرال دی. تر ده وړاندې ۱۶ جنرالان شرمساره شوې دي، په پیل کې ټولو لاپې ویشتي دي او په پای کې هر یو خړ مخ، خړې سترگې او ناکامه تللی دی.

سکاټ مېلر داسې وخت کې راځي چې جگړه تر پخوا تېزه شوې ده، طالبان تر پخوا غښتلي شوي او د جگړې ستراتېژي یې بدله کړې ده.

په داسې سختو او حساسو حالاتو کې سکاټ مېلر څه ته خوشباوره دی چې په مټ یې بایللې جگړه گټلای شي؟

په اوس کې دوه داسې پروژې دلته په لاره اچول شوې دي، چې له سپینو شعارو تورې گټې پورته کوي، ښایي د سکاټ مېلر د خوشباوري لامل همدا دوه پروژې وي.

بلې! مات شویو صلیبیانو په هر زمان کې بایللې جگړې په غولونکیو پروژو گټلې دي.

تاریخ مطالعه غواړي او له تاریخ درس اخېستل پکار دی؛ که د تېر تاریخ پاڼې واړو، وبه وینو چې موږ مسلمانان هلته مات شوي یو چېرې چې موږ سوله کړې ده او هلته مو بریا ترلاسه کړې ده چېرې چې موږ ددښمن هره نعره غولونکې بللې ده او د تورو په شرنگ او شرونگ کې مو خپ کړې ده.

افراط نه کوو، نه سولې ته سپک گورو او نه له سولې شاه اړوو. موږ پاکه او سپینه سوله غواړو او داسې سوله غواړو چې تمام اسلامي او ملي ارزښتونه مو په کې خوندي وي.

موږ ته د څو پروژیانو د پښو تر تڼاکو اسلامي او ملي ارزښتونه زیات محترم او معتبر دي.

د اوولس کلن یرغل موده کې موږ داسې ځوانان ولېدل چې په ورځو ورځو نهر گرځېدلي دي، پښې به یې دومره پړسېدلې وې چې بوټونه به ترې نه وتل، لوږې او تندې به دومره ځپلي و چې تالو به یې سره ورغلی و او خبرې به یې حلق کې وچې وې، خو که نن هم د اسلامي او ملي ارزښت خبره شي او د جگړې ثمر تر لاسه کیږي، په پوره باور سره وایم چې تر ټولو لومړی به همهغه ځوانان سولې ته چمتووالی ښکاره کوي.

سکاټ مېلر همدې ته خوشباوره دی چې د سولې له نوم به استفاده کوي او افغان ملت به په غولونکیو او غوړو خبرو تېر باسي. ترڅو په بایللې جگړه کې د گټې امید زیات کاندي، خو اوس ملت بیداره دی او په تشو خبرو نه تېر وځي او باور لري چې د جگړې عمده عامل د یرغلگرو شتون دی.

په دوهم قدم کې به د مېلر ټول تمرکز په داعشي پروژه وي، داعش په عراق کې ازمېښتي بڼه درلودله او له داعشي پروژې غربیانو دوه ډوله اهداف درلودل

 ۱ـ د تنظیمونو تعدد

د تنظیمونو تعدد د مسلمانانو تر منځ نفاق ښېندي او یو متفق دريځ یې په بېلا بېلو درېځونو ویشي، چې په وروسته کې دا تفرقه د ناکامي سبب گرځي.

 ۲ـ له عراق د القاعده تصفیه

القاعده د عراق لاسپوڅي رژیم ته د همېش لپاره د خطر زنگ و او امریکایانو غوښتل عراق له القاعدې تصفیه کړي.

که څه هم د القاعده رهبري شوری دریځ اسلامي و، د تنظیمونو له تعدد یې ځان وژغوره او له عراق سوریا ته ټول شوه، خو د داعش پر وړاندې د سنگر ایله کول یې ناکامه پرېکړه وه.

نن داعشي ټوپکمار د پلان سره سم له عراق کوچېدلي او له بده مرغه عراق له مجاهدینو په پوره توگه تصفیه دی.

افغانستان کې د داعش جوړښت، کمپاین او له عربي هېوادونه د داعشي ټوپکمارو راوستل د سکاټ مېلر د خوشباوري دوهمه نکته ده.

د سکاټ مېلر ټول تمرکز به په سازشي پروژو وي. د داعش اکمال، د پرلت پس پرده حمایت او د طالبانو په لیکو کې په مختلفو حېلو او تبلیغاتو د تفرقې کوښښ، درواغجن تبلیغات، د عام المنفعه تاسیساتو ویجاړول او د عامه وگړو وژل به یې محوري نکتې وي.

څه موده به زور ووهي، سازشونه به جاري وساتي او په جگړه سربېره اضافي مصارف به وکړي، خو موږ د خپل څښتن متعال په وعدو له حده زیات باوري یو، د دوی ټول مکرونه به له منځه وړي، ډېر به یې نطفه کې خنثا کوي، په ډېرو به ډېر ژر د ملت ذهن ورخلاصوي او په پای کې مطمئن یو چې بری د حق دی او حق د مؤمنانو سره دی.

[box type=”warning” align=”aligncenter” class=”” width=””]*یادونه: دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی، د کابل.کام د نظر ښکاروندويي نه کوي.[/box]

مخکینې مطلب

تسلط بر رسانه ها؛ یک فکتور مهم در جنگ فکری

بل مطلب

څو ساعته خوب باید وشي؟

ځانګړي مطالب

خبرونه

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
خبرونه

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 17, 2026
0

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 17, 2026
0

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com