ننګرهار: ولسوالۍ ته نږدې ښوونځی سوځول شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۱۰) د ننګرهار ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې تېره شپه د ناپېژاندو وسله والو له لوري ولسوالۍ ته نږدې ښوونځی سوځولی دی.

د ننګرهار د پوهنې رياست وياند اصف شينواری وايي، په کږې بازار کې د ملکيار هوتک ليسه سوځول شوې او درې تنه ساتونکي يې وژل شوي دي.

د خوږياڼو ولسوالۍ د امنيې قوماندان سمونمل سعادت د پېښې د تاييد تر څنګ ويلي، د ښوونځي له سوځېدو او د درې تنو تر وژل کېدو وروسته وسله وال تښتېدلي دي.

د پېښې مسئوليت چا په غاړه نه دی اخيستی.

دا لومړی ځل نه دی چې په ننګرهار ې د دولت تر واک لاندې او يا هغوی ته نږدې سيمو کې ښوونځي سوځول کېږي بلکې تر دې مخکې هم د دغه ولايت په مومندرې ولسوالۍ د ايمل خان په نوم هغه ښوونځی هم سوځول شوی و چې د ولسوالۍ ودانۍ سره نښتی دېوال لري.

تر اوسه معلومه نه ده چې دا ښوونځي د چا له خوا سوځول کېږي خو ځايي فعالان او مخور شک څرګندوي چې څه ډول د حکومت تر واک لاندې سيمو کې او يا پوځي مرکزونو ته نږدې ښوونځي سوځول کېږي؟

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button