شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

آیا واقعاً د امریکایانو شتون د افغانستان د سولې او ثبات لپاره یوه اړتیا ده؟

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جولای 1, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
388
ځلې شریک شوی
94
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

مراد أنصار

د بهرنیانو له لوري د افغانستان لپاره په رامنځته شوي نظام کې زیاتره هغه ډلې ټپلې فعال حظور لري کومې چې په نوییمه لسیزه کې د کمونستانو د وروستي حکومت له سقوط وروسته په خپلمنځي تنظیمي جګړو کې ښکیل وې، د سرو لښکرو په وړاندې د افغانانو سپیڅلی جهاد یې بدنام کړ، په افغانستان کې یې د پیاوړي اسلامي حکومت د جوړیدو مخه ونیوله ، انارشي او فساد یې حاکم کړ ، کابل یې په کنډواله بدل کړ ، ملي شتمني یې لوټ کړه او له روسانو او کمونستانو څخه پاتې فوځي وسایل یې چې پرمختللې جنګي الوتکې، سکاټ او لونا لرې ویشتونکي توغندي او پرمختللي ټانګونه ، توپونه او کوچنۍ نظامي ثابتې او سیارې فابریکې پکې شاملې وې کباړ کړې او په ګاونډیو هیوادونو یې د کباړ په ډول وپلورلې، خو کله چې د طالبانو د اسلامي تحریک په شکل کې د خپل ځوریدلي اولس له غبرګون سره مخ شوې د مقاومت تاب یې رانه وړ، له ګران هیواد څخه یې پښې سپکې کړې  او په لږ وخت کې یې له شر او فساد څخه د ګران هیواد ۹۵ سلنه خاوره پاکه شوه.

دا هم ولولئ

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

 خو اوس کله چې په ګران هیواد کې د ریښتونې او همیشنۍ سولې او ثبات لپاره د بهرنیو اشغالګرو ځواکونو د وتلو غوښتنه مطرح کیږي ځینې له پردیو څخه ترزیق کیدونکې کړۍ یې مخالفت کوي او د بهرنیو اشغالګرو پوځونو شتون د افغانستان د سولې او ثبات لپاره یوه اړتیا ګڼي او د عامه ذهنیت د تیر ایستلو په خاطر  ویره څرګندوي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو په صورت کې به افغانستان د نوییمې لسیزي تنظیمي جګړو ته ستون شي خو پوښتنه دا ده چې د دوی دا ویره تر څومره بریده پر ځای ده ؟

که تاریخي او عیني حقایقو ته وګورو د دوی دا اندیښنه تر ډیره بریده بې ځایه ده ځکه  چې :

۱ – افغانستان اوس هم د تنظیمي جګړو د دور په پرتله  د سختې جګړې په لمبو کې سوځي او دا داسې جګړه ده چې د بهرنیو اشغالګرو فوځونو له وتلو څخه پرته یې پای ناشونی دی .

۲ – د بهرنیو فوځي لښکرو د اشغال د دوام ضررونه زموږ افغاني اسلامي ټولنې ته له معنوي پلوه د تنظيمي جګړو د دور په پرتله ډیر زیات دي څومره چې اشغال دوام پیدا کوي هومره زموږ د ځوان قشر افکار خرابیږي، په اسلام یې د باور منګولې سستیږي او خپلو ملي ارزښتونو ته بې اعتنا کیږي، پردي معیارونه خپلوي او د ترقۍ او پرمختګ په نامه د لویدیځ د شړیدلي تهذیب له ناولتیاؤ سره تماس پیدا کوي او خپلوي یې ځکه بهرنیو اشغالګرو د نظامي جګړې تر څنګ زموږ د ولس په ځانګړې توګه د ځوانانو د فکرونو د یرغمل کولو او مسخه کولو لپاره زوروره فکري او رواني جګړه پیل کړې ده او پر مخ  یي وړي او دا یو منل شوی حقیقت دی چې د فکري بربادۍ رغول پیړۍ غواړي او کله بیخي ناشونی وي خو فزیکي بربادي ډیره ژر رغول کیږي پرون کابل یوه کنډواله ښکاریده مګر نن هغه رغونه چې اولس ترسره کړې ده او خپل کورونه او مارکیټونه یې آباد کړي دي داسې نه ښکاري چې دلته د کومه جګړه تیره شوې وي همدغه راز هغه فکرونه چې د کمونیزم ، سیکولریزم او نیشنلیزم مکروبونو رنځور کړي دي تر ننه پورې نه ورغیدل او نه یې افغانان له شر څخه خالي شول .

۳ – د هغو جګړه مارانو او جګړه مارو ډلو ټپلو تر منځ د جګړې د مخنیوي څخه چې ځینې کړۍ د بهرنیو اشغالګرو فوځونو شتون ورته یوه اړتیا ګڼي  د افغانستان بشپړ استقلال او د افغانانو د اسلامي او ملي ارزښتونو ساتنه ډیره مهمه ده ، دا به بیخي په عدالت پورې مسخره وي چې یو څوک له یو داسې اولس څخه چې میلیونونه فرزندان یې د استقلال او خپلو اسلامي او ملي ارزښتونو د ساتنې  په موخه قرباني کړي وي دا غواړي چې د بهرنیانو اشغال د څو مفسدانو تر منځ د ټکر د مخنیوي او د دوی د شخصي او ګوندي ناولو ګټو په خاطر په ځان ومني .

زما په فکر که چیرې بهرنیان ووزي ، د افغانستان په چارو کې یې د مداخلې لاس لنډ شي ، افغانان د یو سوچه اسلامي نظام په سر توافق ته ورسیږي ، د افغانستان د هرې طبقې د وګړو حقوق د اسلام د اصولو له مخې خوندي شي او د جګړې د دوام عقیدوي عامل پاتې نشي ډیر ژر به په افغانستان کې سرتاسري سوله رامنځته شي او که بیا هم یو څوک د سیاسي او مادي امتیازاتو په خاطر جګړې او ټکر ته مخه کوي ټول افغانان به يې په یوه غږ سره په وړاندې ودریږي او ډیر ژر به مغلوب شي ان شاءالله  .

مخکینې مطلب

ننګرهار: ولسوالۍ ته نږدې ښوونځی سوځول شوی

بل مطلب

فارياب: پر ملکي روغتون هوايي بريد مرګ ژوبله اړولې

ځانګړي مطالب

خبرونه

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    21 شریک شوي
    شریکول 8 Tweet 5
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com