شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

په ننګرهار کي د اشرف غني حیرانونکې ادعا!

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جولای 2, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
721
ځلې شریک شوی
83
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

واحد فقیري

ورځني سیاسي نوټونه (۱۱۹):

دا هم ولولئ

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

جمهورریس اشرف غني پرون (د جون پر اوله) ننګرهار ته تللی وو، او هلته ئې د خپل بیان په ترڅ کي څو ښکرور درواغ وویل. هغه وویل چي په دوو کالو کي به ۶۰۰۰ (شپږ زره) مکتبونه جوړ کړي. د دې شپږ زرو مکتبونو لپاره ئې ۲۵ مختلفي نقشې جوړي کړي چي د محیطي شرایطو سره مطابقت کوي. اشرف غني زیاته کړه چي که د پخوا غوندي معطل سوي وای، د دې مکتبونو جوړولو به ۴۰ کاله وخت نیولی وای. ښاغلي اشرف غني دغه راز ځیني نوري لاپي شاپي هم ووهلې چي واقعا د افغانانو عقل ته څرګند اهانت وو.

ځکه کله چي تاسو ۶۰۰۰ پر دوو کالو باندي تقسیم کړئ، هره ورځ‌ باید ۸،۲ مکتبونه جوړ سي. اوس نو دا کوم سلیم عقل مني چي افغانستان د دې اقتصادي قدرت لري چي هره ورځ اته مکتبه جوړ کړي؟ ایا د شپږ زرو مکتبونو لپاره معلمان سته؟ ایا افغانستان په دوو کالو کي شپږ زرو مکتبونو ته اړتیا لري؟

د اسلامي عالم ستر سیاسي متفکر ابن خلدون په خپل تلپاته اثر المقدمه کي لیکي: د یوه ښه مشر اصلي خصوصیت دا وي چي خدعه او فریب نه کوي. پر خپلو وعدو باندي وفا کوي. ښه مامورین ټاکي، او کار اهل کار ته سپاري. ابن خلدون دغه راز د یو مسلمان سیاسي مشر لپاره څلور عمده شرایط او وړتیاوي یادوي. هغه لیکي: اول، یو مسلمان سیاسي مشر باید په اسلامي احکامو باندي پوه وي. دوهم، ایمانداره او صادق وي. درېیم، باید باکفایته وي. لټ او بېکاره نه وي. او بالاخره څلرم، صحت ئې سم وي. مریض نه وي. عصبي او لیونی نه وي. دماغي مشکلات و نه لري.

ابن خلدون بل ځای په المقدمه کي لیکي: اسلام مسلمانانو ته د ظالمو، فاسدو، او درواغجنو حاکمانو پر ضد د انقلاب او قیام امر کوي.

اوس نو، که چیري د ابن خلدون همدا جاویدانه سپارښتونه او خبري د اشرف غني له اظهاراتو سره مقایسه کړو، اشرف غني کاملا د ابن خلدون په مخالف قطب کي روان دئ.

یوه بله مهمه خبره دا ده چي اشرف غني پدې راز اظهاراتو سره د افغان ولس عقل ته سپکاوی کوي. ځکه اشرف غني پدې باور دئ چي افغانانو ته چي هر څه ووايي، هغوی ئې پرته له منطق او استدلال څخه مني. اشرف غني خپلو خلګو ته د ماشومانو په سترګه ګوري، د هغوی عقل او منطق ته احترام نه کوي،‌ او پر عامو خلګو باندي د پسونو خیال کوي.

اشرف غني یو کرت ویلي ول چي دی به هر معلم ته یوه نمره مځکه ورکړي! په افغانستان کي به شل د اوبو بندونه جوړ کړي! په زرهاوو میګاواټه برق به تولید کړي. د کابل بانک غله به عدالت ته وسپاري! لنډه دا چي هغه دونه دوراغجني ژمني کړي دي چي یادول ئې عبث کار دئ.

مګر د تاسف ځای دا دئ چي د اشرف غني د ښکر ورو درواغو په مقابل کي افغان ولس چوپ پاته دئ. ندرتا افغانانو هغه په عام محضر کي چلنج کړی دئ. ابن خلدون یو ځای وايي چي الله پاک پر یو قوم باندي داسي حاکمان مقرره کوي چي د هغوی وړ وي.

______

واحد فقیري په کال ۱۹۶۲ کي په کندهار کي زېږېدلی دی. په کال ۱۹۸۰ کې د کندهار د احمد شاه بابا له لېسې څخه فارغ شوی دی. عالي تحصیلات یې په متحده ایالاتو کي کړي دي، او د امریکن پوهنتون او جورج مېسن پوهنتون څخه په سیاسي علومو کي درې ډیګرۍ لري. څو کاله یې د امریکا ږغ سره د خبریال په توګه کار کړی دی. څو کاله یې د پښتو د ژبي په برخه کي استادي کړې ده. درې کتابونه یې په پښتو ترجمه کړي دي. اوس د څو راډیوګانو او تیلویزیونو سره د سیاسي مبصر په توګه همکاري کوي. او وخت نا وخت یې سیاسي تبصرې د افغانانو په مختلفو ویب سایټونو کي خپرېږي.

مخکینې مطلب

جوزجان چارواکي: طالبانو فيض اباد کې څلور مهم کلي نيولي

بل مطلب

استازي: له ادارو څخه د «خپلواکي» لرې کولو په اړه د ولسمشر فرمان غندو

ځانګړي مطالب

خبرونه

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    22 شریک شوي
    شریکول 9 Tweet 6
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com