سه شنبه, اپریل 21, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home سرمقاله

د جګړې په ترخه ژبه د سولې نرمې اشارې

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جولای 2, 2018
کټګوریانې: سرمقاله, مهم
0
205
ځلې شریک شوی
104
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

سرليکنه

له څه مودې راهيسې امريکا په افغانستان کې د جګړې پر ځای د سولې اشارې کوي. هغه چې ويل به یې پر طالبانو فشار به هغوی سولې ته اړ کړي اوس وايي طالبان کولاي شي د اوربند په څېر د خپل ولس د ښې راتلونکې لپاره د سولې لاره غوره کړي.

دا هم ولولئ

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

 د امريکا له لهجې سره سم اشرف غني هم خپله لهجه  بدله کړه. دمخه به یې چې په وينا کې بيا بيا د طالبانو نوم اخیست، ورسره به یې غبرګوله چې ستونزې په جګړه نه، په سوله حل کېږي، خو که طالبان سوله ونکړي، پر خلاف به یې پرېکنده عمليات ترسره شي، پر خلاف به یې سخته لار ونيول شي، پر خلاف به یې ولس راپورته شي او….

اوس د امريکا له ترخې جګړه ييزې لجهې سره د اشرف غني هغه ترخه لهجه هم د سولې په پستو او نرمو  اشارو  بدله شوه، خو په ځینو خبرو کې ترې غير ارادي د جګړې نوم واخیستل شي.

 اشرف غني اوس د جګړې په ژبه د سولې  اشارې کوي. په درې ورځنې اوربند کې، د اختر ګډې خوښۍ، کابل ښار ته د طالبانو بې وسلې راتلل، په پوستو کې ګوته په ماشه يو بل ته ورغاړېوتل او دې ته ورته اشارې چې سولې ته یې کاروي جوت توپير پکې راغلى دى.

وړمه ورځ په ټلوېزيوني وينا کې د اشرف غني ټولې اشارې سولې ته وې. په نيم ساعته وينا کې یې يوه برخه جګړې او درې برخې سولې ته اشارې وکړې. لهجه یې ډېره نرمه وه. دمخه به یې چې د جګړې په ژبه خبرې کولې، طالبانو ته به یې ترهګر، زموږ دښمنان، ډار اچوونکي، د سولې دښمنان او …  ويل، خو وړمه ورځ چې طالبانو ته مخاطب ؤ او په اشارو  یې سوله يادوله، په نيم ساعت کې یې تر پنځوس ځلې زياته سوله ياده کړه،  جګړې ته یې د تاوتريخوالي کلمه وکاروله.

اشرف غني چې اوس خبريالانو ته ځوابونه وايي، داسې بريښي لکه سوله چې یې کړې وي او يواځې اعلان یې پاتې وي. هغه جګړه ییزه ژبه یې په خوله کې نه شته. هغه جګړه ييزه لهجه یې بدله کړې ده. هغه جذباتي وينا یې اوس دومره نرمه کړې ده لکه په افغانستان کې چې هيڅ جګړه نه وي شوې.

 ولې اشرف غني دومره توپير په ځان کې راووست؟ نور ځوابونه به یې هم وي، خو  ستر ځواب یې دا دی چې امريکا په افغانستان کې خپله ماتې دمخه منلې وه، خو اعلان کړې یې نه وه.

د اختر په شپو کې له درې ورځې اوربنده وروسته طالبانو جګړه نه ده پريښې، بلکې نوره یې هم سخته کړې ده. دا هم ويلاى شو چې د کمکي اختر له تېرېدو وروسته په افغانستان کې جګړه يوه نوي فصل ته داخله شوه.

 طالبان امريکا او افغان حکومت ته ښيي چې سوله او جګړه دواړه یې په واک کې شته.  دفاع وزارت او بهرني پوځونه هم  د طالبانو په مقابل کې  ګوته پر ماشه دي. په جګړه کې کراري نه ده راغلې. طالبانو د جګړې تاکتيک هم بدل کړی دى او په داخل د حکومت کې یې نفوذ نور هم زيات شوی دی، چې د کابل په زړه کې د پاڅونوالو د قوماندان وژل یې جوت ثبوت دى.

جنرال ميلر او دفاع وزارت هم په جنګي خريطه کې نوې کرښې ایستلې دي. د افغانستان په اړه د پنټاګان پر پاليسۍ هم بيا له سره غور شوی دى؛ خو د امريکا او اشرف غني لهجه نرمه ده. ولې او په څه نرمه ده؟ ولې  د جګړې په ژبه د سولې اشارې کوي؟ په دې راز  يواځې او يواځې هغه څوک پوهېږي چې د امريکا جګړه ييزه پاليسي ورته څرګنده وي.

که طالبان  په امنيتي ځواکونو کې نفوذ لري او د ښار په زړه کې قومندانان وژلاى شي، نو واشنګټن هم پر افغان ولس (طالبانو) د بمبار د نغارې ډنګ ته  نغارچوب په لاس کې نيولى دى، د دې انتظار کوي چې په افغانستان کې په نوي تاکتيک او پلان سره له طالبانو سره سوله نه، بلکې د سولې په نوم د جګړې اړخ بدل کړي.

اشرف غني چې اوس د جګړې ژبه نه کاروي او د سولې اشارې کوي، نوی پلان ورته ورکړل شوی دى، په نوي تاکتيک سوله غواړي.

 تېرو ١٧ کلونو په افغانستان کې د جګړې په دوام د افغانانو وينې وبهېدې. دنياوال او په ځانګړې توګه افغان ولس بايد په دې پوه شي چې امريکا او اشرف غني ولې د طالبانو په مقابل کې خپله لهجه نرمه کړه؟ په تېرو  ١٧ کلونو کې یې ولې په سعودي عربستان کې د افغانستان په اړه غونډه نه رابلله چې جګړې ته د مشروعيت او نه مشروعيت رنګ ورکړي؟ دا هغه پلان دى چې وروسته به څرګند شي.

افغان ولس نور له تپل شوې جګړې بېزاره دی، هر څنګه چې وي، خو چې په افغانستان کې په رښتينې توګه سوله رامنځته شي. نور د بهرنیانو له بمباره د افغان ولس ژوند په امن شي، نور له کورونو د ساندو اوازونه پورته نه شي.

طالبان (افغان ولس) سوله غواړي او د سولې لپاره قرباني ورکوي، خو امريکا او اشرف غني چې اوس د جګړې په ترخه  ژبه د سولې پستې او نرمې اشارې کوي، موخه یې دا ده چې د سولې په نوم په سعودي کې جوړېدونکي غونډه کې د نړيوالو او عربي هېوادونو مخه بل لورې ته واړوي، په افغانستان کې د بهرنيانو او د بهرنيانو د ملاتړ کوونکو په مقابل کې د مقاومت د نه مشروعيت  فتوى ترلاسه کړي، او بس …

مخکینې مطلب

په افغانستان کې د سي .آی.اي ځانګړي همکاران د طالب تر ماشه لاندې

بل مطلب

د وينا آداب

ځانګړي مطالب

افغانستان

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

نورالدین عزیزي د منځنۍ اسیا صنعتي نندارتون کې د ګډون لپاره اوزبیکستان ته ولاړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ټرمپ: ونس له ایران سره د خبرو نوي پړاو کې د امریکایي پلاوي مشري نه کوي- سي ان ان د ونس په مشرۍ پلاوی اسلام آباد ته روان ده

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com