مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۳۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې او اړينې مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۲ زمری، ۱۴۰۵ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء وايي، د چهارشنبې په ورځ د تورخم، سپین بولدک او اسلام کلا له لارې ۳۰۰ کورنۍ، چې ۱۴۹۰ غړي یې لرل، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
د راپور له مخې، په همدې ورځ ۱۴۹ کورنۍ، چې ۸۳۳ غړي یې لرل، د ننګرهار، کونړ، لغمان، کابل او نورو ولایتونو ته لېږدول شوې دي.
د کمېسیون د معلوماتو له مخې، له ۲۲۱ راستنو شویو کورنیو سره ټولټال ۳ میلیونه او ۱۷۲ زره افغانۍ مالي مرسته شوې ده.
همداراز، راستنېدونکو ته روغتیايي، خوراکي او مخابراتي خدمات وړاندې شوي او ۲۹۰ سیمکارتونه له فعالو بستو سره وېشل شوي دي.
کمېسیون وايي، راستنېدونکو مهاجرینو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډمهاله مېشتېدنې او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه هم عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.



