سره مياشت: د آلمان سولې کلي په مالي ملاتړ ۲۱۴ افغان ناروغانو درملنه کېږي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۲ زمری، ۱۴۰۵ل)
د افغاني سرې میاشتې مسؤولین وايي، د آلمان سولې کلي خیریه بنسټ په مالي ملاتړ به ۷۹ اړمن ناروغان د تخصصي درملنې لپاره آلمان ته ولېږدول شي او ۱۳۵ نور ناروغان به په افغانستان کې دننه تر درملنې لاندې ونیول شي.
دا موضوع د افغاني سرې میاشتې له عمومي رئیس شیخالحدیث شهابالدین دلاور او د یاد بنسټ له مسؤولینو سره په کابل کې په لیدنه کې مطرح شوې ده.
په دې لیدنه کې د زړه سوري لرونکو ماشومانو د درملنې، د افغاني سرې میاشتې قلبي روغتون د طبي وسایلو او ظرفیت لوړولو او د ګرځنده روغتیايي ټیم د فعالیتونو په اړه هم خبرې شوې دي. د آلمان سولې کلي مسؤولینو د روغتیايي او بشري خدمتونو د ملاتړ او د همکاریو د دوام ژمنه کړې ده.


