سوداګرۍ خونه: د تورخم بندر له لارې صادرات او واردات بند شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۱۴) د افغانستان د سوداګرو او صنايعو خونه وايي، د تورخم ګمرک کارکوونکو له تېرو څو ورځو راهيسې کاري اعتصاب کړی چې له کبله يې دواړو غاړو ته صادرات او واردات بند شوي دي.
د سوداګرۍ خونې مرستيال خان جان الکوزی وايي، د تورخم بند په تړلو سره هره ورځ سوداګرو ته ميليونونه ډالره زيان اوړي.
نوموړی وايي، نا امني او د ګمرک کارکوونکو ته ګواښونه د دې لامل شوي چې دوی کاري اعتصاب پيل کړي.
د سوداګرو خونې د معلوماتو پر بنسټ، هره ورځ د تورخم بندر دواړو غاړو ته تر پنځلس سوه پورې سوداګريز بار موټر تګ راتګ کوي زياتوي چې حکومت بايد د تورخم ګمرک د کارکوونکو امنيت خوندي کړي او د هغوی ستونزې حل کړي.
وړمه ورځ د تورخم ګمرک کارکوونکو ادعا وکړه چې په تېره يوه مياشت کې يې د جلال اباد- تورخم پر لويه لاره څلور تنه کارمندان تښتول شوي چې يو تن يې د پيسو په بدل کې خوشې شوی او پاتې نور لا هم لادرکه دي.
تر دې وړاندې هم د تورخم جلال اباد لويې لارې په ګډون د هېواد د لويو لارو پرسر صرافانو او سوداګرو ته ستونزې جوړې شوي چې د هغوی په وينا په ډيرو کې يې حکومتي چارواکي او نظامي کسان ښکېل دي.
په تېره مئ مياشت کې په ټولنيزو رسنيو کې يو داسې ويډيو خپره شوه چې د شينوارو ولسوالۍ اوسېدونکو د ملي اردو درې رينجر موټر ودرولي او هغوی ته توندې خبرې کوي چې په وينا يې د يادې سيمې له صرافانو يې د (مارکو بازار ته څېرمه د سپين پله) سره نږدې له يوه صراف څخه پنځه اويا زره ډالر، يوولس لکه ريال او پنځه مبايلونه اخيستی او نور يې سيمه خوشې کړې ده.


