چهارشنبه, اپریل 22, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

طالبان:سعودي غونډه کې له افغانستان څخه د دوهم“فلسطین“دجوړولو هڅه و شوه

جنت ګل نشرونکی: جنت ګل
جولای 11, 2018
کټګوریانې: افغانستان, خبرونه, غير مصنف
0
722
ځلې شریک شوی
103
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۲۰)

طالبانو په یوه اعلامیه کې په سعودي کې د علماؤ په نوم د غونډې د وروستي پریکړه لیک په اړه غبرګون ښوودلی او ویلي یې دي چې غونډه کې هغو ملایانو چې زیاتره یې د حکومتونو رسمي مامورین و، هڅه کړې څو د بهرنیانو تیری توجیه او جګړه د افغانانو ترمنځ وښیي

دا هم ولولئ

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

(په کار خو دا وه چې اسلامي کنفرانس، عالمانو او کوربه هیواد له خپل نړیوال وجاهت څخه په استفاده له اشغالګرې امریکا، ناټو او نورو حشرباڼو څخه غوښتی وای چې د افغانستان په مظلوم او بیچاره اولس بمبارونه ودروي او د هغوی د حریم له پایمال کیدو څخه نور لاس واخلي. خو برعکس هڅه وشوه چې له افغانستان څخه دوهم فلسطین جوړ شي، د مبارزینو لاسونه يې وتړل شي او د اشغالګرانو په ظلم او جنایاتو چشم پوشي وشي)

په هغه پریکړه لیک کې چې په ۸ مادو کې خپور شوی،
د بهرنیانو او افغان حکومت پر وړاندې د طالبانو جګړه ضمناً غندل شوې، پر بین الافغاني مذاکراتو ټینګار شوی او د بهرنیانو د پوځي حضور او د حکومت او بهرنیانو له خوا پر ولسي خلکو د شپنیو چاپو، بمباریو او عملیاتو ته هیڅ راز ضمني یا صریحي اشاره نه ده شوې.

طالبان وایي؛ پوهیدل چې یاده غونډه د امریکایانو له خوا د مذهبي فشار په توګه طرحه شوې خو زیاته کړې یې ده

“داچې په دې ډول غونډه کې  د مسلمان په حیث او بیا د عالم په نوم ځينو څيرو په کې رول ولوباوه واقعا د اسلامي امت خورا بد او دردونکی حالت ښکاره کوي“

طالبانو له د سعودي عربستان غوښتي چې

“د افغانستان د اشغال په پای ته رسولو کي مرسته وکړي او په دې لاره کې مثبت رول اداکړي، د داډول غونډو لپاره موقع ورکول به یې حیثیت ته صدمه ورسوي“

د طالبانو بشپړه اعلامیه

په سعودي عربستان کې د غونډې په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

له تیرو دوه ورځو را هیسې د سعودي عربستان په جده او مکې مکرمې ښارونو کې د افغانستان په اړه دوه ورځنۍ غونډه نن پای ته ورسیده.
په دغه غونډه کې که څه هم د افغانستان سیمي او حتی ټولي اسلامي نړۍ نه کوم مشهور او منل شوي عالم برخه نه وه اخستې او زیاتره ګډونوال یې دحکومتونو رسمي مامورین و نوځکه یوه هم دا جرئت ونه کړ چې په افغانستان کې د امریکا اشغال، نظامی شتون، په بي و زلو افغانانو دامریکا بي رحمه بمباري او ورسره نورې ناخوالې اقلا په دې نیت هم یادې کړي چې باید دا وضعیت تغیر وکړي!!؟
د اسلامي امت لوی او ماشوم په دې پوهیږي چې په افغانستان باندې د امریکا لخوا اوولس کاله کیږي تجاوز روان دی، ملک اشغال دی، حاکمیت تروړل شوی، څو تنه بې هویته او جنایتکار اشخاص د الوتکو او وژنو په مټ په دې ملت تپل شوي.
په کار خو دا وه چې اسلامي کنفرانس، عالمانو او کوربه هیواد له خپل نړیوال وجاهت څخه په استفاده له اشغالګرې امریکا، ناټو او نورو حشرباڼو څخه غوښتی وای چې د افغانستان په مظلوم او بیچاره اولس بمبارونه ودروي او د هغوی د حریم له پایمال کیدو څخه نور لاس واخلي.
خو برعکس هڅه وشوه چې له افغانستان څخه دوهم فلسطین جوړ شي، د مبارزینو لاسونه يې وتړل شي او د اشغالګرانو په ظلم او جنایاتو چشم پوشي وشي.
په داسې کولو سره به روان جهاد ته چې د الله تعالی په امر دزرګونوجیدو علماءکرامو په فتوی او د الله تعالی په نصرت پيل شوی او نړیوال استکباري ځواک يې له ماتې او شرمسارۍ سره مخ کړی هيڅ کوم زیان ونه رسیږي، زیان به هغه اشخاص ګوري چې د دنیوي متاع او پيسو لپاره يې خپل مسئولیت ترک کړ، د امت د ويښتابه پرځای يې د امت په سترګو کې د خاورو شندلو هڅه وکړه او د امریکایانو په ګټه دریځ یې خپل کړ.
افغانان پوهیدل چې دا ډول غونډې د امریکايي چارواکو او نظامیانو طرحه او برنامه ده، ځکه چې وار له مخه یې امریکایی قومندان نیکولسن د مذهبی فشار په عنوان طرحه وړاندی کړی وه او پرون د امریکا د دفاع وزیر جمیز مټيس يې له جوړیدونکونه مننه وکړه؛ خو داچې د مسلمان په حیث او بیا د عالم په نوم ځينو څيرو په کې رول ولوباوه واقعا د اسلامي امت خورا بد او دردونکی حالت ښکاره کوي.
ان شاءالله د حق د لارې مبارزین به د قیامت په ورځ د دغو تش په نامه عناصرو څخه د الله په دربار کې شکایت کوي او له امت، اسلام او جهاد سره د دغې لوی جفا سزابه ورته غواړي.
د سعودي عربستان له حکومت نه مو هیله داده چي د افغانستان د اشغال په پای ته رسولو کي مرسته وکړي او په دې لاره کې مثبت رول اداکړي، د داډول غونډو لپاره موقع ورکول به یې حیثیت ته صدمه ورسوي.
زموږ جهاد د باعمله دیني عالمانو په لارښونو او رهبري پيل شوی او روان دی، د جهاد اکثره پرسونل مو په دين پوه اشخاص دي، نو ډاډه یو چې د امریکا په فرمایش نیول شوي دریځونه به زموږ په مبارزه هيڅ ډول منفي اغیز نه لري او نه به هم د امریکایانو د حتمی او را نیږدې شکست مخه نیولی شي. ان شاءالله وما ذالک علی بعزیز
دافغانستان اسلامی امارت
۲۷/۱۰/۱۴۳۹هـ ق
۲۰/۴/۱۳۹۷هـ ش ــ 2018/7/11م

لوی ټکي: د طالبانو اعلامیهد علماؤ پریکړه لیکسعودي غونډه
مخکینې مطلب

یوه ماشومه ښکارېدله

بل مطلب

شمالي مقدونیا له افغانستان سره ۱۰۰۰ ډالر مرسته اعلان کړه

ځانګړي مطالب

افغانستان

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
افغانستان

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com