(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۲۱)
د ناټو غړو هیوادونو تیره ورځ له افغان پوځ سره د مالي مرستې ژمنې تازه کړې چې د پخوا په پرتله یې تر ډیره کچه رالویدلې وه.
غړیو هیوادونو د افغان پوځ د مالي مرستو له صندوق (Afghan Nation Army Trust Fund) سره ټولټال ۲۴۲۹۴۴۰۰۰۰ ډالره مرسته اعلان کړه.

په دې لړ کې تر ټولو زیاتې پیسې المان ۵۸۲ میلیون ډالر او استرالیا ۵۲۰ میلیون ډالر ومنلې ، خو تر ټولو کمې پیسې شمالي مقدونیا ورکړې چې یواځې ۱۰۰۰ امریکایي ډالر و چې په لویدیځو مطبوعاتو کې توهین آمیزه سوژه ګرځیدلې، تر هغه وروسته د اروپا پرمختللي اقتصادي هیواد سویسزرلنډ ومنلې چې ۱۸۶ زره امریکایي ډالر و.
دا مرستې داسې مهال اعلانیږي چې ټرمپ د اروپایي اتحادیې هیوادونو ته خبرداری ور کړی چې نور دې پر امریکا تکیه نه کوي او خپل ۲ سلنه ناخالصه عاید باید د افغان جګړې پر مصارفو ولګوي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼه وایي، د ناټو غړي هیوادونه اوس نه غواړي د افغانستان او عربي نړۍ په جګړو کې د امریکا له خوا پر پیل شویو جګړو پانګونه وکړي، ځکه یاد دولتونه په دې جګړو کې یواځې د امریکا ستراتیژیکې ګټې ګوري .
د یادونې وړ ده چې، لا هم د افغان پوځ ټوله تکیه پر بهرنیو بسپنو ده او د ملي یووالي د حکومت مشر اشرف غني تر وړاندې ویلي، چې پوځ او حکومت یې د امریکا او اروپایي هیوادونو له مرستې پرته ۶ میاشتې دوام هم نه شي کولی .

















