چهارشنبه, اپریل 22, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د جدې غونډه او زمونږ ناهیلي!

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جولای 12, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
114
ځلې شریک شوی
162
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

 م. حمد الله دانشمند

د افغانستان اسلامي ولس و دیني عالمانو او پوهانو ته تر هر چا زیات ژمن دي، ور ته په درنه سترګه ګوري، د هغوی هره وینا په غور اوري، غوښتنو او سپارښتنو ته یې تل د خدمت سینه ډبوي.

دا هم ولولئ

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

له څه مهاله را هیسي ډانډوره غږېده، چې په سعودي عرب کې د اسلامي سازمان د همکارۍ تر نامه لاندې د عالمانو یوه غونډه کېدونکې ده، چې پکې به د ډېرو اسلامي هیوادونو په اصطلاح عالمان برخه واخلي او د افغانستان په روانه معضله به د شریعت په رڼا کې یوه فیصله وکړي. زما په ګډون د ډېرو هیواد والو هیلې د دې غونډي نتیجې او ثمرې ته ناڅېدلې، داسې مو انګېرله، چې د ټولې اسلامي نړۍ مخکښې او درنې څېرې را غونډې شوې، هرو مرو به زمونږ په کړېدلي، دردېدلي او ځورېدلي حالت د ترحم او شفقت اوښکې و بهوي؛ زمونږ ناسور زخمونه به د حق، عدالت او انصاف په رغوونکو درملو را ورغوي، په ټولیزه توګه به په یوه خوله لاندې زرینې جملې په لوړه، قهرجنه او جذابه لهجه ووایې:

“اې د ټولې نړۍ د بد امنیو سر چینې “امریکا” په افغانستان کې ستاسو روان وحشت او بربریت په ښکاره اشغال دی. تاسو د نوموړي هیواد فضا اشغال کړې، تاسو یې زمکه اشغال کړې، تاسو یې عزت لوټ کړی، تاسو یې قیمتي کانونه په بډ وهلي، تاسو یې دیني نوامیسو او قدرونو ته سپکاوی کړی.

ستاسو د ظلم او ستم له امله یې هر کاڼی، هر بوټی، هره سمه او هر غر په وینو سور دی. ستاسو له لاسه د یاد هیواد له ټولې خاورې نه د بارودو بوی حس کېږي. د مور په ګډون مو پرې هر راز بمونه و وُرول، زروي او غیر زروي وسلې مو پر همدې خاوره وکارولي. د خپلې پر مختللې ټکنالوجۍ هر راز ازموینې مو په همدې بې وسه هیواد تر سره کړې. د پت مېرمنې مو ورته بې پته، بې عزته کړې، ډېری یې د بمونو له امله د خاورو له ډېرانونو نه لاندې شوې، د وړو معصومو بچو د ځینو د وېرې له امله زړونه و چاودېدل او د ځينو ګلګونې څېرې د اور په لمبو کې لولپه شوې. د یاد وطن هستوګن مو د فحشاء، منکراتو، بد عملیو او بې دینیو لور ته سوق کړل. ښایسته کلي او کورونه مو ورته په بېرانو واړول، زندانونه مو په بې ګناه انسانانو ډک کړل، سمتي، ژبني، نژادي او عقیدوي اختلافونه مو د هغوی په منځ کې و پنځول، کلتور او عنعنات مو په غربي ور بدل کړل او…

مونږ عالمانو د خپل مبارک دین په رڼا کې هر اړخیزه ژورې څېړنې تر سره کړې، د څېړنو په ترڅ کې مو و موندل، چې ستاسو روان وحشت اشغال دی، اشغال دی، اشغال دی. نور مو د وحشت او بربریت تورې منګولې د دې وران ویجاړ هیواد له ګرېوانه وکاږئ! پرېږدۍ چې افغانان خپل برخلیک په خپله وټاکي او د یوه واحد سوچه اسلامي نظام په جوړولو سره سلا شي.

خو په تأسف سره باید ووایم، چې یادې غونډې د هغوی پر اشغال پرده اچولې، له خپرې شوې ۷ مادیزې اعلامیې نه جوتېږي، چې د غونډې ګډونوالو موضوع پر بله مهار کړې، یاده جګړه یې د دوه وروڼو تر منځ جګړې ته ورته بللې؛ په همدې محور یې خپلې ژورې مطالعې او څېړنې را څرخېدلې، شرعي دلائل یې د همدې موضوع په ملاتړ را وړي او بس. موږک د څاه په تل کې ده، دوی یې د اوبو سلواغې په ګوتو شماري.

راغلو علماوو ستاسو دي د دغې کعبې په رب سره قسم وي! د روانې جګړې بنسټېزه موضوع او ایجنډا همدغه ده، کوم چې تاسې پرې مطالعات را غونډ کړي او دلائل مو ورته پنځولې؟!

د مکې امامه! په ډېر درنښت، که په دې جګړه کې څوک د امریکا حمایت کوي؛ نو هغه به یې د احساناتو پوروړی وي او د مادي ژوند د ښکلاګانو په بدل کې به، د معنویاتو او تلپاتو خوښیو سرمایه په اوبو لاهو کوي، امامه تا څنګه په دغه ناوړه کار کې ځان ملوث کړ. ته هغه امام يې، چې ستا زړه را ښکونکی تلاوت به مونږ په ډېر شوق او ذوق اورېده. امامه ته هغه څوک یې، چې د ترغیب او ترهیب په هر ایت به دي د اوښکو سېلاب پر مخ را بهېده، کله چې به د جهاد او غزواتو اړونده آیتونو ته راغلې؛ نو د ډېرې ژړا له امله به دي نور نشوای کړای، چې مخته ولاړ شې؛ مبارکې بیتې او د امام المجاهدین (محمد – صلی الله علیه وسلم) و پلارني ټاټوبي ته څېرمه دي همدا حکم او فیصله وکړه؟! تا هم زمونږ د ګران هيواد د کفري یرغل او اشغال په مقابل کې جګړې ته ورور وژنه ویلې؟!

تر لمر سپینه ده، چې دا د تېر په څېر د “نیکولسن” د فشارونو یو فشار دی، کومه لازمه لاسته راوړنه به ونه لري.

زما په آند نوموړو باید د جنګ بنسټیز لامل، د جنګ مقابل لوری او دهغه د حل لاره یې د شریعت محمدي په رڼا کې څېړلې او لټولې وای.

دوی په همدې اعلامیه کې پر سوله ډېر ټینګار کړی؛ د هر چا سوله خوښه ده؛ خو هغه سوله، چې د شرعي فرامینو سره په ټکر کې نه وي او هغه سوله چې په حقیقت کې سوله، نه دا، چې په ښکاره سوله او په اصل کې و یوې فاسدې ادارې ته تسلیمي وي.

مخکینې مطلب

فراه: د طالبانو برید کې لس پوليس وژل شوي، پنځلس يې ژوندي نيولي

بل مطلب

د قيصاري پلويانو د څلورو ولايتونو د ټاکنو کمېسيون دفترونه تړلي

ځانګړي مطالب

افغانستان

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
افغانستان

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com