د قيصاري پلويانو د څلورو ولايتونو د ټاکنو کمېسيون دفترونه تړلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۲۱) په شمالي ولايتونو کې د قيصاري په ملاتړ لاريونوالو د څلورو ولايتونو د ټاکنو کمېسيون سيمه ييز دفترونه تړلي دي.
څو ورځې مخکې د جنبش ګوند پلويانو په فارياب، سرپل او جوزجان کې د ټاکنو ولايتي دفترونه تړلي و خو تازه د تخار ولايت څخه راپورونه ورکړل شوي چې د دغه ولايت د ټاکنيز دفتر سيمه ييز دفتر هم لاريونوالو تړلی دی.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون د يادو ولايتونو د دفترونو تړل کېدل تاييد کړي دي.
شاوخوا نهه ورځې مخکې په فارياب ولايت کې کومانډو ځواکونو په شمال کې د دوستم استازی او د جنبش ګوند زورواکی د قانون ماتونې او چارواکو ته د مرګ ګواښ ورکولو په تور ونيو.
د قيصاري له نيول کېدو سره سم په شمالي ولايتونو کې د جنبش ګوند پلويانو لاريونونو پیل کړي، د قيصاري د خوشې کېدو هېواد ته د دوستم د بېرته راتلو غوښتنه کوي.
د راپورونو له مخې، له تېرو څو ورځو راهيسې په فارياب او جوزجان کې دولتي ادارې تړل شوي او ټول ښوونځي بند دي.
تېره ورځ په جوزجان کې لاريونوالو ګواښ کړی و که يې غوښتنو ته مثبت ځواب ورنه کړل شي، ټولې لارې به بندې او پر کابل به برېښنا پرې کړي.
ويل کې دا مهال د هرات په ښار کې د قيصاري په ملاتړ د جنبش ګوند پلويانو لاريون پيل کړی د ولايت ودانۍ د دروازو تړلو هڅې کوي.
تېره اوونۍ لاريونوالو د فارياب ولايت ودانۍ ته اور ورته کړ یو شمير دولتي وسایط او رينجرې يې وسوځولې.



