جمعه, اپریل 17, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د ناټو غونډه او د پمپيو بيان څه ښکاروي؟

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
جولای 12, 2018
کټګوریانې: مقالې
0
مایک پمپيو

مایک پمپيو

71
ځلې شریک شوی
95
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

خالد رعد

کله چې د جنوبي اسيا او په ځانګړي ډول افغانستان لپاره د امريکا د ولسمشر ټرمپ جګړه ييزه ستراتيژي د ناټو او ملي وحدت حکومت لپاره مثمره ثابته نشوه؛ نو يې د امريکايي ګټو د خونديتابه په خاطر په طالبانو د نظامي، ټولنيز، مذهبي او سيمه ييزو فشارونو واردولو پلان ته لاس واچاوه، تر څو يې د اشرف غني او عبدالله له فاسد رژيم سره مذاکرې ته کينوي.
موږ وليدل چې بې دريغه نظامي فشار يې ګټه ونه کړه، ټولنيز هغه يې هم د ولس په وړاندې له خجالت او رسوايۍ سره مخ شو، دغه راز يې سيمه ييز فشار د يرغل ضد افغانانو د استقلال له امله بې اغيزي و او مذهبي فشار يې د بيلابيلو غونډو په شکل کې دوام لري، خو په دې هم دولت ته له منسوبو کسانو پرته نور ټول هيوادوال ښه ګمان نه کوي، د ډيرو دلايلو په اساس يې يوه امريکايي پروژه بولي او وايي چې هيڅ مذهبي صبغه نه لري.
په نورو دلايلو سربېره د دې يو لوی دليل خپله د امريکايي جنرال (نيکولسن) اعتراف دی، چې ويل يې دوی به د نظامي، ټولنيز او مذهبي فشار له لارې طالبان خبرو ته مجبور کړي.
له دې علاوه هم ګردسره ټول هيوادوال په دې متيقن دي چې امريکا دلته هيڅکله د ارامي او ثبات غوښتونکې نه ده او که طالبان سوله وکړي، بيا هم دوی نه غواړي چې د ډير ځاني زيان او مالي ضياع په توسط لاندې کړې دغه خاوره ايله کړي. دغه خبره وړمه ورځ د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو لا کره او مدللــه کړه.
د روانې جولائي مياشتې په ۱۰مه د امريکا خارجه وزير په نااعلان شوي سفر افغانستان ته راغی او دلته يې په خپلو جنرالانو علاوه د ملي وحدت حکومت له چارواکو سره هم وليدل.
نوموړي د يوې غوندې په ترڅ کې خبرداری ورکړ چې دوی د سولې خبرو ملاتړ کوي، زمينه ورته مساعدوي او ونډه پکې اخلي، خو فيصله بايد د افغانانو لخوا وشي.
مګر پمپيو د خپلو خبرو په پای کې په ډاګه کړه چې (They cannot wait us out) دوی «طالبان» زمونږ د وتلو انتظار نشي کولی.
دا خبرې په داسې وخت کې کيږي چې ترې يوه ورځ وروسته په بروکسل کې د افغانستان په اړه د ناټو هيوادونو غونډه دايره شوه، چې افغانستان ته پکې د نورو سرتيرو راليږلو وعدې او د مالي مرستې ژمنې وشوې.
دغه راز په عيني وخت کې د سعودي په جده ښار کې د ۳۷ هيوادونو علماؤو د افغان سولې په اړه خبرې کولې، دوی سره له دې چې د امريکا خارجه وزير پمپيو د نه وتلو خبره وکړه او د ناټو په غونډه کې د نور پوځي ځواک راليږلو وعدې وشوې، د دولت او طالبانو تر منځ په مذاکراتو يې ټينګار وکړ او د امريکا اړوند يې هيڅ مثبت يا منفي اظهار نه لاره.
د پمپيو له خبرو په څرګند ډول معلوميږي چې دوی د افغانستان پريښودلو اراده نه لري او نه غواړي چې د دوی د وجود له امله رامنځته شوې بدمرغۍ پای ومومي. د پمپيو خبرې د هغو خلکو دغه خبره هم بې بنسټه او يوازې د اشغال ضد اولس د تيرايستلو هڅه ښکاره کړه، چې وايي که طالبان سوله وکړي؛ نو امريکا به د بهانې په ختميدو خودبخود ووځي.
ځکه چې د سولې په تړان روانو غونډو سره هم مهال د يرغلګرو هيوادونو لخوا د تازه دمو عسکرو راليږلو وعدې، دلته د ميشتو بهرنيانو او د هغوی د کورنيو همکارانو لپاره ډالري چنده ټولول او پر دې سربېره د يو وزير په خوله د افغانستان نه پريښودلو خبره زمونږ تر غوږونو رارسول له دې پرته، چې امريکايان دلته د ارامي او ثبات په راوستلو کې رښتينې نه ده، بل هيڅ مفهوم نه لري.

دا هم ولولئ

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

مخکینې مطلب

د قيصاري پلويانو د څلورو ولايتونو د ټاکنو کمېسيون دفترونه تړلي

بل مطلب

سوداګرۍ خونه: د لاريونو له کبله سوداګرو ته سلګونه زره ډالره زيان اوښتي

ځانګړي مطالب

مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026
مقالې

ایران په روانه جګړه کې د مهمو او ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره دوه کومې ځانګړې بې‌پیلوټه الوتکې کاروي؟ 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 1, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com