حنظله عزیزي
ښکلي وېښتان د انسانانو د ښايست او جذابيت له پاره ډېر مهم بلل کيږي. خو وېښتان تر وېښتانو پوري فرق لري او ښه ساتنه يې ګټوره ثابتېدلای سي.
د وېښتانو د ښه ساتنې له پاره دا څو وړانديزونه په نظر کي ونیسئ:
1 – په ډیرو ګرمو اوبو سره وېښتان مه پرېولئ.
2 – وېښتان مو په لانده حالت کي مه ږمنځوئ.( د لندو وېښتانو ږمونځول د وېښتانو د ماتېدو سبب ګرځي.
3 – په اونۍ که دوه یا درې واره وېښتان د زیتون، بادام، کوپرې، او یا شرشمو تېلو باندي ښه مساج کړئ.( د سر د پوستکي مساجول د ویني جریان زیاتوي او د ورېښتانو په روغتیا کي مرسته کولای سي).
4 – په میاشت کي دوه یا درې واره د ( پیازو او وږو اوبه یو ځای ) او یا یوازي د زردکو اوبو باندي پرېولئ.
5- تېز لمر ، وچه او دوړنه هوا ، د وېښتانو د ماتېدو سبب ګرځي.
6 – سپورټ او اړين ارام د ذهني فشار په کمولو کي مرسته کوي چي د نورو ګتو تر څنګ وېښتان هم روغ ساتي.
7- په نارینوو کي د وېښتانو اوږدوالی هم د وېښتانو د تويېدو لامل ګرځي، کوم ځوانان چي د ډیرو وېښتانو پرېښودلو شوق لري نو په دې توګه بايد وېښتان په هر میاشت یا دوو میاشتو په جریان کي یو ځل ( موی خوره) یعني د وېښتانو څوکي غچي کي تر څو يې وېښتان قوي او اوږده سي.
8- د پروټین کمښت او شدید غذایي پرهېز د ورښتانو نمو کموي، په اندازه د پروټین خوړول دا حالت اصلاح کولای سي.
















