سه شنبه, اپریل 21, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

امریکا له طالبانو سره مخامخ خبرو ته چمتو ده – نیکولسن

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جولای 16, 2018
کټګوریانې: افغانستان, خبرونه
0
575
ځلې شریک شوی
101
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو قومندان جنرال جان نیکولسن ویلي چې امریکا د افغانستان د اوولس کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره له طالبانو سره په مخامخ خبرو کې ګډون ته چمتو ده.

نوموړي دا څرګندونې نن (دوشنبه، ۲۵ چنګاښ) کندهار ته د سفر پر مهال، چې د د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي او د یو شمېر هېوادونو سفیرانو یې ملتیا کوله، وکړې.

دا هم ولولئ

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

جنرال جان نیکولسن زیاته کړې، ”زموږ د بهرنیو چارو وزیر، ښاغلي مایک پامپیو، ویلي چې موږ، د امریکا متحده ایالات، له طالبانو سره مخامخ مذاکراتو او د بهرنیو ځواکونو [د شتون] په هکله خبرو اترو ته چمتو یو.“

بل خوا، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، سهیل شاهین، رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې دوی د امریکا له لوري د مخامخ خبرو د وروستیو اوازو تایید ته انتظار دي. نوموړي ویلي، ”له امریکا سره مخامخ خبرو ته کښېناستل او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل هغه څه دي چې موږ غوښتل او ورته انتظار و.“

سهیل شاهین ویلي چې د دوی د لومړي ګام په توګه د ملګرو ملتونو له تور لیسته د طالبانو د مشرانو د نومونو د ایستل کېدو هیله لري څو د طالبانو مشران په اسانۍ سره سفرونه وکړای شي.

د یادونې وړ ده، نن امریکايۍ نیویارک ټایمز ورځپاڼې خبر ورکړ چې د ډونلډ ټرمپ ادارې خپلو ډیپلوماټانو ته امر کړی چې له طالبانو سره د مخامخ خبرو پیلولو هڅه وکړي.

نیویارک ټایمز لیکلي امریکايي چارواکي دې پایلې ته رسېدلي چې له طالبانو سره له مخامخ خبرو پرته بله چاره نشته، ځکه طالبانو تل ټینګار کړی چې یوازې له امریکا سره مخامخ خبرو ته چمتو دي.

طالبان ټینګار کوي چې یوازې ”د جګړې له اصلي اړخ“ امریکا سره مخامخ خبرې کوي، ځکه د دوی په خبره، افغان حکومت ”بې واکه“ دی.

یادې رسنۍ زیاته کړې له طالبانو سره د مخامخ خبرو کولو پرېکړه تېره میاشت ډونلډ ټرمپ کړې ده څو په دې توګه مذاکرات بېرته راژوندي کړي او د افغانستان بنبست مات کړي.

ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ وایي، په دې اړه د امریکا رسمي اعلان ته په تمه دي او طالبان بیا وایي، تراوسه ورسره اړيکه نه ده نیول شوې.

په دې وروستیو کې، د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر، مایک پامپیو او د افغانستان لپاره د امریکا لوړپوړې او ځانګړې ډیپلوماټې، الیس ویلز، د خبرو د پیلولو په موخه کابل ته سفرونه هم کړي دي.

امریکا پخوا له افغان حکومت سره د طالبانو پر خبرو ټینګار کاوه، خو دا دریځ یې، د کارپوهانو په خبره، وروسته له هغه بدل کړ کله چې د افغانستان لپاره د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ سټراټیژي تر یو کال تېرېدو وروسته بیا هم خپلې مطلوبې پایلې ترلاسه نه کړې.

ډونلډ ټرمپ د تېر کال د اګست په میاشت کې، د افغانستان لپاره خپله سټراټيژي اعلان کړه، چې د زور او فشارونو له لارې د طالبانو پر ماتولو او د خبرو مېز ته په کښېنولو راڅرخېده.

لوی ټکي: جنرال جان نیکولسنله طالبانو سره د امریکا مخامخ خبرې
مخکینې مطلب

امریکایي او روسي مشرانو ګډې ناستې پیل کړې

بل مطلب

له خوښۍ مې سترګو کې اوښکې ډنډ ولاړې دي ...

ځانګړي مطالب

افغانستان

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
افغانستان

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com