امریکا د افغانستان لپاره د ټرمپ ”د سټراټيژۍ ارزونه کوي“

یوه لوړرتبه امریکايي جنرال ویلي چې امریکا په افغانستان کې د خپلې جنګي سټراټیژۍ ارزونه کوي، خو دا ارزونه به د واشنګټن په سټراټيژۍ کې د کوم ستر بدلون راوستلو سبب نه شي.
تېره ورځ (پنجشنبه، ۲۸ سرطان)، د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان، جنرال جوزف ووټل، په واشنګټن کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې دا یوه ”عادي“ ارزونه ده او په سټراټيژۍ کې به د سترو بدلونونو رامنځته کولو لامل نه شي.
جنرال ووټل وویل، ”زه د کوم داسې څه وړاندوینه نه کوم چې هغه به ښايي په هراړخیزه سټراټیژۍ کې، چې زه یې پر پرمختګ باور لرم، د ستر بدلون راتللو سبب شي.“
نوموړي ویلي، هیله لري چې دا ارزونه به ”اوسني پرمختګونه تایید کړي.“
رویټرز خبري اژانس لس ورځې مخکې خبر ورکړ چې امریکا د افغانستان لپاره د ډونلډ ټرمپ د جوړې شوې سټراټيژۍ، چې نږدې یو کال یې پوره کېږي، ارزونې ته چمتووالی نیسي.
امریکايي چارواکي وايي، ټرمپ په افغانستان کې د خپلې جنګي سټراټيژۍ له پایلو خوښ نه دی او له پرمختګه یې ناهیلې څرګنده کړې ده.
د امریکا ولسمشر، ډونلډ ټرمپ، په افغانستان کې د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې د روان ساتلو مخالف و، خو د خپلو سلاکارانو په هڅونه د دې جګړې اوږدولو ته تیار شو.
ټرمپ د تېر ۲۰۱۷ز کال په اګست میاشت کې، د افغانستان لپاره خپله سټراټيژي اعلان کړه، چې د زور او فشار له لارې د طالبانو پر ماتولو او د خبرو مېز ته په کښېنولو راڅرخېده. د دې سټراټيژۍ له مخې، افغانستان ته درې زره نور امریکايي ځواکونه راولېږل شول، او هوايي بریدونه هم زیات شول.
ډونلډ ټرمپ همداراز پر پاکستان فشار راوړی چې طالبان د نیولو، له خپل هېواده د ویستلو او په نښه کولو له لارې له افغان حکومت سره د خبرو مېز ته په کښېناستلو مجبور کړي.
ووټل ويلي، ده د اسلام آباد له لوري ”مثبتې نښې لیدلې“، خو وايي چې له پاکستانه د طالبانو د نیولو، اخراجولو او په نښه کولو په ګډون له نورو لارو پر طالبانو د فشار راوړل کېدو هیله لري.
دا څرګندوني داسي مهال کېږي چې د امریکا او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو د پیلېدو په تړاو د امریکا د ډیپلوماټیکو هڅو زیاتېدلو اوازې خپرې شوې دي.



