جمعه, اپریل 17, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

دوستمه! ستړی مه شې/ خالد روان

محمد عابد نشرونکی: محمد عابد
جولای 23, 2018
کټګوریانې: تبصرې, غير مصنف
0
257
ځلې شریک شوی
79
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

باالاخره د نړۍ د دویم مفکر محمد اشرف غني لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د ۱۴ میاشتني ځنډ وروسته کابل ته راورسېده، چې د گډ حکومت لوړ پوړو چارواکو یې تود هرکلی هم وکړ.

دوستم هغه وخت جلاوطنۍ ته اړ شو، چې د فاریاب پخواني والي احمد ایشچي جنرال دوستم پر جنسي ځورونې تورن کړ، خو لویه څارنوالي، ستره محکمه او نورې قضاییه او عدلي اُرگانونه یې د نیولو څخه عاجز شول او دوستم ترکیې ته ولاړ.

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

د شمال ټلوالې او د ملي یووالي حکومت اړیکې هغه وخت نورې هم ترینگلې شوې، چې د دوستم نږدې کس او د فاریاب د قیصار ولسوالۍ امنیه قومندان نظام الدین قیصاري د شاهین قول اردو ځواکونو ونیو او کابل ته یې ولېږه. وروسته د قیصاري ساتونکي خوشې شول، خو قیصاري تراوسه د حکومت په بند کې دی او کېدای شي نن یا سبا ته ازاد شي.

د قیصاري له نیول کېدو وروسته د شمال په پنځو ولایتونو کې لاریونونه وشول، چې لاریون کوونکو ځینې مهم سوداگریز مرکزونه یې هم وتړل او سوداگرو ته یې میلیونونه ډالر زیان واړاوه. دوستم پرون له ترکیې د حامد کرزي په هوايي ډگر کې ښکته شو او نن به د ولسمشر محمد اشرف غني د لومړي مرستیال په توگه خپله پخوانۍ دنده بېرته پیل کړي.

د دوستم د جلاوطنۍ پر مهال حکومت نوموړی د بشري حقونو څخه په سرغړونه تورن کړی و او تېر ژمی یې په بلخ کې مېشتو بهرنیو ځواکونو یې الوتکې ته د ناستې اجازه ورنه کړه او بېرته یې ترکیې ته ولېږه، خو پرون هر څه پای ته ورسېدل او دوستم سپینه کوتره شوه.

جنرال دوستم پرون یوې خبري غونډې ته پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې او حکومت یې گوتڅنډه وکړه، چې قیصاري دې خوشې کړي؛ گنې دی به بېرته ترکیې ته ولاړ شي.

دوستم د سولې له بهیر ملاتړ وکړ او له خپلو پلویانو یې وغوښتل، چې لاریونونه ودروي، حکومتي ادارې دې پرانېزي او د ښوونځیو تړلې دروازې د زده کوونکو پرمخ خلاصې کړي.

«یوه مسئله له طالبانو سره د مذاکرې یا د سولې پروسه ده. دا د ملي یووالي حکومت تر ټولو مهمه دنده ده. زه د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه د بلې هرې دندې په مقایسه دا دنده زموږ د دولت، ولسمشر، د اجراییه رییس او امنیت شورا لپاره تر ټولو مهمه دنده بولم.»

ارگ په پوره سپین سترگۍ وویل، چې د دوستم روغتیايي حالت ښه شوی او ډېر ژر به خپله دنده پیل کړي. هارون چخانسوري د کال مخکې حافظه له لاسه ورکړې وه، چې دوستم یې د بشري حقونو پر نقض تورن کړی و او داسې یې ښوده، چې گوندې دوستم ناروغ و او ترکیې ته د درملنې له‌پاره تللی و.

افغانستان یوازې پښتنو ته زندان دی. که شمال ټلواله هر ناروا کوي، څوک یې پر وړاندې نه شي ودرېدای؛ ځکه دوی ټولگټې پروژې سوځوي، د ولایت ودانۍ ته اور اچوي، سوداگریزې لارې تړي، لنډه‌غري کوي او د خپلو لنډه‌غرو د خوشې کولو له‌پاره له هرې ناروا کار اخلي. خو که پښتون غږ پورته کړ، د سولې غوښتنه یې وکړه، یا یې په تلویزوني بحث کې لږ د طالبانو پلوي وکړه او پر حکومت یې نیوکه وکړه، نو ځای یې حتماً زندان او په یا په مرموز ډول وژل کېدل دي.

د بگرام، څرخي پله او د هېواد ټول زندانونه د پښتنو پر ځوانانو ډک دي، چې ټول یې یوازې د خپلې ازادۍ او د افغانستان د اشغال د ختمولو په تور نیول شوي. پښتون اوس هم محکوم دی او په دې اکثریت کې پرې هم اقلیت واک چلوي او خبره یې په ستوني کې وربندوي.

هغه وخت لرې نه دی، چې دلته یو داسې شرعي نظام راشي، چې اوسني ټول لنډه‌غر، زورواکي، چورواکي او غاصبین محاکمه کړي او د احمد ایشچي په شان زرگونو کسانو ته عدالت وغواړي. دغه هیله یوازې له طالبانو کېدای شي او د ملي یووالي حکومت یوازې معاملې کوي او خپل سرونه خوندې کوي.

لوی ټکي: احمد ایشچيخالد رواندوستمکابل ته راتګمهم
مخکینې مطلب

طالبان وايي، د زابل اتغر ولسوالۍ يې نيولې

بل مطلب

کاناډا: وسله وال بريد کې څوارلس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
افغانستان

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 9, 2026
خبرونه

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

نشرونکی: ح جلال
جنوري 15, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com