(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۱)
خبري سرچينې وايي، طالبانو تېره شپه د زابل ولايت په اتغر ولسوالۍ ډله ييز بريدونه کړي او د ولسوالۍ د ودانۍ په ګډون يې امنيتي مرکزونه او پوستې نيولي دي.
د زابل سيمه ييزې امنتي سرچينو د نوم نه ښودلو په شرط د اتغر ولسوالۍ سقوط تاييدوي وايي د طالبانو په بريدونو کې لسګونه پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې او د ولسوالۍ ودانۍ او ځينې پوځي مرکزونه د طالبانو لاسته لوېدلي دي.
د طالبانو وياند قاري یوسف احمدي هم مني چې د اتغر ولسوالۍ د ودانۍ په ګډون، يوه قرارګاه او کمپاين هم طالبانو نيولي دي زياتوي په دې نښتو کې درويشت عسکر وژل شوي چې جسدونه يې لا هم د جګړې په ډګر پاتې دي او ديارلس عسکر نور ټپيان دي.
د احمدي په وينا، د ولسوالۍ او پوځي مرکزونو د نيولو په پايله کې په زياته اندازه وسلې، مهمات او د دولتي ځواکونو رينجر او ټانګونه هم طالبانو نيولي دي.
سيمې ته نږدې اوسېدونکي وايي، دا مهال د يادې ولسوالۍ د ملي امنیت پر رياست د طالبانو له لوري سخته جګړه روانه ده.
تر اوسه په دې اړه ولايتي چارواکو څه نه دي ويلي.















