شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مرکه

د بهرنیو چارو له پخواني وزیر مولوي وکيل احمد متوکل سره ځانګړې مرکه

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جولای 24, 2018
کټګوریانې: مرکه, مهم
0
728
ځلې شریک شوی
424
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

په دې وروستیو کې، د سولې په تړاو حکومت بې مخینې هڅې پیل کړې او هڅه کوي چې طالبان له خپل ځان سره خبرو ته کښېنوي. له دې سره هممهال، په حکومت کې دننه جنجالونو هم زور اخیستی دی. څو ورځې وړاندې د ولسمشر اشرف غني د لومړي مرستیال پلویانو  په څو ولایاتو کې د حکومتولۍ نظام او خلکو ته ګڼې ستونزې رامنځته کړې. کابل ټکي کام په دې اړه د چارو د کارپوه او د افغانستان د بهرنیو چارو له پخواني وزیر، مولوي وکیل احمد متوکل، سره  لنډه مرکه کړې، چې تاسو یې لوستلو ته رابولو:

__

کابل.کام: حکومت له طالبانو سره وروسته تر هغه د سولې هڅې شروع کړې کله چې طالبانو امریکایي ولس ته د دوی د ځواکونو د خروج او د روانې جګړې د سپیناوي په اړه سرخلاصی لیک ولېږه. ستاسو په آند، ولې تر یاد لیک وروسته دا ډول هڅې پیل شوې؟

متوکل: د متعال الله په نوم!

 تر نوموړي لیک وروسته ممکن د سولې د هڅو په ډول او زورداره کېدو کي فرق راغلی وي، خو له لویه سره یو ډول یو اړخیز مطبوعاتي بهیر روان و… او پېچلتیا په دې کي وه چي طالبان (اسلامي امارت) د جنګ اصلي طرف امریکایان بولي، خو امریکایان مخامخ خبرو ته نه وو حاضر؛ نو خبره حکومت یوازې د افغاني قضیې په عنوان ځان ته کشوله – حال دا چي بهرنیان ټاکونکی رول لري.

کابل.کام: حکومت د سولییزو هڅو په لړ کې د دیني علماؤو په نوم درې لویې غونډې راوبللې. ستاسو په آند، حکومت رښتیا هم سولې ته لېوال دی او که، لکه څنګه چې ګنګوسې دي، د امریکا تر خروج وروسته د خپلې بقا ویرې په مخه کړی دی؟

متوکل: که فرض کړو چې حکومت غواړي سوله وکړي، په کار ده چې پوه شو [چې] ایا د جنګ اصلي لوری سوله غواړي؟ مطبوعات خو یې لا هم سوله نه غواړي.

افغاني لوري هم باید د سولي د تقدس سره سره په یوازیوالي سوله نشي غوښتلای او پلې کولای. علماء چي څه غواړي، هغه نه منعکس کېږي. پر اشغال سترګي نه پټېږي او په اړه یې هیڅ څوک هم تردد نه لري؛ خو په مرموز ډول، یا په لوی لاس، یې په تنظیم شویو غونډو کي یا د اشغال ذکر نه کېږي او یا هم نه مطبوعاتي کېږي.

کابل.کام: د علماوو تر نامه لاندې په اندونیزیا، کابل او سعودي کې په جوړو شویو غونډو کې په افغانستان کې د امریکایانو د نظامي حضور هیڅ راز یادونه ونه شوه. طالبانو په خپلو غبرګونونو کې ورته د ”امریکایي پروژو“ نوم وکاراوه. ستاسو په نظر، یادې غونډې په رښتیا هم د امریکایانو په ابتکار راغوښتل شوې وې؟

متوکل: د خپلواکۍ راوړونکې سولي متعلق د حکومتي علماوو عادي غونډو ته هم چنداني هیله مندي نه وي. په تېره بیا چې پر نیواک د سکوت ښکارندويي وشي او د بهرنیانو ویاندویان وار له مخه لا د طالبانو د منزوي کېدلو پر پلان څرګندونې وکړي، نو همدا د امریکایي پروژې نظر تقویه کولای شي.

کابل.کام: په یو شمېر شمالي ولایاتو کې د یوه اربکي قومندان نیولو سخت غبرګونونه راوپارول. د څو ولایاتو مراکز وتړل شول،  لویې لارې او بندرونه وتړل شول او د غني په مشرۍ د ملي یووالي حکومتولي په کې وننګول شوه. تاسو د دې تشنجاتو په اړه څه نظر لرئ؟ آیا بهرنۍ دسیسې یې بولئ او که د ولس او دولت مخالفت؟

متوکل: داسي غیرقانوني اعتصابونه چې د ولس حقوق متاثروي، غالبا به د پردو په لمسون وي.. خطرناک او د نه منلو وړ دي. کاش سالم، ازاد او سراسري ملي اعتصابونه د خپلواکۍ راوستونکي سولې لپاره ترسره شي.

کابل.کام: د اشرف غني او شمالي ټلوالې د مشرانو تر تبعید او څنګ ته کېدو وروسته، ارګ بیا هڅې پیل کړې چې بیرته یې راخپل کړي. تاسو د ارګ دې سیاست ته په کوم نظر ګورئ؟

متوکل: د بهرنیانو تر استمعارانه حمایې لاندې د کمزوري حکومت همداراز مجبوریاني وي چې همداسې متذبذب تصمیمونه ونیسي.

کابل.کام: بیا هم د سولې په اړه ځینې راپورونه ښیي چې امریکایي چارواکو له طالبانو سره مخامخ مذاکراتو ته زړه ښه کړی دی. که داسې څه رامنځته شي، آیا د کابل حکومت به دا ومني؟ که یې ومنل، نو مهمه خبر دا ده چې افغانان به د امریکا تر مهالوېش منلو وروسته په ځینو حیاتي مسائلو (انتخاباتو، اساسي قانون، د ښځو حقوق او…) کې سره جوړ شي؟

متوکل: که امریکا د خپلو ځواکونو ایستلو ته چمتو شوې وي، نو طالبان (اسلامي امارت) باید واضحې خبرې ورسره وکړي. البته له افغان حکومت سره هم ګڼ ملي مسایل بحث کړي، چې دا یوازې د افغانانو حق دی، البته تصمیمونه باید د اسلامي شریعت په رڼا کې ونیول شي.

 کابل.کام: د وروستۍ پوښتنې په توګه، تاسو د افغانستان راتلونکی څنګه ارزوئ؟ د روان کړکېچ د ختمېدو حل لار څه ده او ځوانانو ته مو پیغام څه دی؟

متوکل: حالات تر سمو او ناسمو پرېکړو تعلق لري. څرنګه چې افغانان سخت غمول شوي دي، نو د زغم او جوړجاړي اړتیا ده. په ځانګړې توګه ځوانان باید د معقولو او رغوونکو پرېکړو په پلي کولو او ساتنه کي نه ستړی کېدونکی زیار وګالي، چي راتلونکې مو ان شاء الله په اسلام سپینه او په هراړخیز تقدم ښېرازه شي.

کابل.کام: محترم متوکل صاحب، مننه چې زمونږ بلنه مو ومنله.

متوکل: تاسي ته هم کورودانی وایم.

مخکینې مطلب

د داعش جګړې باره کې د نيکولسن څرګندونو ته د طالبانو غبرګون

بل مطلب

پاکستاني چارواکي: د انتخاباتو ورځو کې به يواځې د "تورخم دروازه" پرانيستې وي

ځانګړي مطالب

خبرونه

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    21 شریک شوي
    شریکول 8 Tweet 5
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com