(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۴)
د افغانستان لپاره د امريکايي مرستو د څار اداره “سيګار” وايي، په تېره څه باندې يوه لسيزه کې امريکا په افغانستان کې پنځلس ميليارده ډالره ضايع کړي دي.
د سيګار په تازه راپور کې راغلي، امريکا له ۲۰۰۷ کال راهيسې د افغانستان ځينو سيمو کې د ثبات راوستو لپاره څلور ميليارده ډالره لګولي خو زياتوي دغه پيسې په داسې پروژو لګېدلي چې له ګټې يې زيانونه ډېر و او د ولسونو تر منځ يې بې اتفاقۍ رامنځته کړي دي.
راپور زياتوي، د نشه يي توکو او د دغه توکو له کاروبار سره د مبارزې لپاره اويا ميليارده ډالره مرسته شوې خو هيڅ لاسته راوړنې يې نه دي لرلي ځکه چې په افغانستان کې د نشه يي توکو کښت او کاروبار ښه په درز کې روان دی او لګول شویو پيسو نتيجه نه ده ورکړې.
د څار ځانګړې اداره وايي، د دغو پيسو يوه برخه د فاسدو چارواکو جيبونو ته تللې او د پيسو د لګښتونو نه څارنه د دې لامل شوې چې په افغانستان کې پنځلس ميليارده ډالره ضايع شي.
په تېره مئ مياشت کې هم د سيګار ادارې په ورته ډول خپاره کړي راپور کې ويلي و چې په افغانستان کې په تېرو اوولس کلونو کې ۷،۴ لګولي خو هيڅ پايله يې نه ده لرلې او ټول يې بې ځايه لګول شوي دي.
سيګار د امريکا کانګريس ته په لېږلي راپور کې په افغانستان کې د بې ځايه لګول شويو پيسو معلومات ورکړي چې ګڼو استازو ورباندې توند غبرګونونه ښودلي دي.


















