جمعه, اپریل 17, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home اسلام پوهنه

سپوږمۍ تیاره کېدل.. د اسلام له نظره

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
جولای 27, 2018
کټګوریانې: اسلام پوهنه, مهم
0
611
ځلې شریک شوی
286
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

مولوي فضل ربي  (کوه صافی وال)

مونږ په داسې یوه وخت کې ژوند کوو چې ساینس په خپله ترقی کې داسې یوه حد ته رسېدلی چې د هر راز د پیدا کولو کوښښ کوي او د هرې نکتې را پلټل غواړي. ډېر هغه رازونه چې مخکې به خلک ورڅخه خبر نه وو اوس ورڅخه خبر شول ، ډېر داسې حوادث چې مخکې به یې خلک په لامل نه وو خبر اوس ورباندې خبر شول ، ډېر داسې کارونه وو چې خلک به یې په طبعی راز نه پوهېدل اوس ورباندې پوه شول  .

دا هم ولولئ

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

له پخوانیو حوادثو څخه یوه حادثه داده چې سپوږمۍ تیاره شي یا په بل ساده عبارت کله چې سپوږمۍ تندر ونیسی.

د اوسني وخت د فلکیاتو ماهرین او یا هغه کسان چې د دوی تر اثر لاندې راغلی وي وایی چې کله سپوږمۍ تیاره شي نو پدې کې څه خاصه خبره نه وي بلکه کل چې لمر ، زمکه او سپوږمۍ دری واړه په یوه استقامت کې واقع شي نو د لمر او سپوږمۍ په مینځ کې د زمکې د حائل کېدو له امله سپوږمۍ هغه رڼا له لاسه ورکړي چې د لمر نه به یې اخیسته او زمکې ته به یې انعکاس کوله  نو ځکه اوس تیاره ښکاره کیږي او دا یو طبعی کار دی.

  نو پدې ډول  عصري خلک او د فلکیاتو د مهارت دعوه کوونکي وایی چې دا پخوانۍ خبره وه چې خلکو به فکر کاوه چې دا د الله تعالی قهر ښکاره کوي او باید انسانان توبې ته مخه کړي …

خو مونږ وایو چې په ساینس پوهېدل او په علم الفلکیات پوهېدل ښه خبره ده لکن د کفارو جاهلانو نه خو به ګیله نه کوو لکن یو مسلمان باید  دومره نا خبره نه وي چې د سپوږمۍ او یا د لمر د تیاره کېدو په اړه اسلام هم خپل بحث لري ، څرګندونې لري او هغه داسې خبرې دي چې یو مسلمان هېڅ حق نه لري چې انکار ورڅخه وکوي او یا یې د ځواب کولو کوښښ وکوي ځکه هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارک احادیث دي او رسول الله صلی الله علیه وسلم صرف مونږ ته هغه خبرې کړي دي چې هغه ته به وحی کېدله .

اسلام لدې اړخه بحث نه دی کړی چې سپوږمۍ څنګه تیاره کیږي؟ او طبعی سبب یې څه دی؟ ځکه اسلام د هېڅ شي په اړه داسې بحث نه کوي ځکه دېته څه ضرورت نشته او نه د اسلام کوم رکن او حکم پدې پورې تړلی دی خو البته اسلام مونږ ته خبره را ښيي چې کله دا حالت راشي نو یو مسلمان باید څه وکوي .

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی چې د لمر یا سپوږمۍ په تیاره کېدو باندې الله تعالی خپل بندګان ډاروي نو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې دا ددې امله کیږي چې الله تعالی ورباندې خپل بندګان ډاروي نو په اوس وخت کې عصري ساینس پوهان یا د فلکیاتو ماهر به څوک وي چې هغه وایی پدې کې د ډار څه خبره نشته طبعي حالت دی؟

پدې اړه یو حدیث دی حضرت ابو موسی الاشعری رضی الله عنه فرمايي :

خسفت الشمس فقام النبي فزعاً يخشى أن تكون الساعة فأتى المسجد فصلى بأطول قيامٍ وركوعٍ وسجودٍ رأيته قط يفعله , وقال : هذه الآيات التي يرسل الله لا تكون لموت أحدٍ ولا لحياته ولكن يخوف الله بها عباده , فإذا رأيتم شيئاً من ذلك فافزعوا إلى ذكره ودعائه واستغفاره . صحیح البخاري و مسلم

ترجمه : لمر تیاره شو رسول الله صلی الله علیه وسلم پاڅېدو پداسې حالت کې چې ډار شوی وو لدې ډارېدو چې دا قیامت نه وي  جومات ته راغلو مونځ یې وکولو ډېره اوږده رکوع یې وکوله او سجده یې وکوله چې ما کله د رسول الله صلی الله علیه وسلم دومره اوږده رکوع او سجده نه وه لېدلې بیا یې وفرمایل : دا د الله تعالی د قدرت نښې دي چې الله تعالی یې را لیږي دا د چا د مرګ او یا د چا دژوند له امله داسې نه کیږي (تر اسلام مخکې په عربو کې مشهوره وه چې کله یو مشهور سړی مړ شي او یا کوم مهم سړی پیدا شي نو لمر یا سپوږمۍ تیاره کیږي)  بلکه الله تعالی پدې سره خپل بندګان ډاروي کله مو چې لداسې شیانو څخه کوم شی ولیدل نو د الله تعالی ذکر ته له ډار سره ور مخه کړئ او د الله تعالی دعاء او استغفار ته مخه کړئ .

رسول الله صلی الله علیه وسلم چې الله تعالی د هرشي په اړه ورته علم ورکړی وو او د هر راز په اړه الله تعالی هغه ته وحی کوله هغه لدې حالت نه ډار شوی وو  نو مونږ باید ورڅخه وډار شو پدې حالت کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ډارېدلو په اړه حضرت اسماء رضی الله عنها فرمايي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دومره وډار شو چې غوښتل یې خپل څادر راواخلي نو ټکری یې را پورته کړی وو فرمایی :

فأخطأ بدرع حتى أُدرِك بردائه بعد ذلك . رواه مسلم

ترجمه : د څادر نه رسول الله صلی الله علیه وسلم په کوم ټکری باندې غلط شو بیا وروسته یې خپل څادر مبارک پیدا کړو .

د همدې وېرې له امله رسول الله صلی الله علیه وسلم دومره اوږد مونځ وکولو چې بل وخت یې نه وو کړی حضرت جابر رضی الله عنه فرمایي : فأطال القيام حتى جعلوا يخرّون . رواه مسلم

ترجمه : مونځ یې دومره اوږد کړو چې صحابه پکې بې هوښه کېدل .

حضرت اسماء رضی الله عنها فرمايي :

 لقد أمر النبي – صلى الله عليه وسلم – بالعتاقة في كسوف الشمس. رواه البخاري

ترجمه : بېشکه رسول الله صلی الله علیه وسلم امر وکولو چې د ځان لپاره له اوره آزادي وغواړئ په وخت د تیاره کېدلو د لمر کې .

نو اوس مسلمانان باید څه وکوي د ساینس دان په خبره یقین وکوي چې هغوی وایی دا طبعی حالت دی د ویرې پکې څه ضرورت نشته او که د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مبارکو احادیثو یقین وکوي چې ښکاره کوي پدې وخت کې باید مسلمان الله تعالی ته راجع شي او د هغه له قهر نه وډار شي؟

هو!

اسلام یې په وجه او لامل باندې بحث نه دی کړی د فلکیاتو ، د علم ریاضی ، د ساینس دا خبره چې څنګه په سپوږمۍ یا لمر باندې داسې حالت راځي چې هغه خپله رڼا له لاسه ورکړي اسلام نه رد کوي او نه یې تصدیق کوي که چېرته اوس یو ساینس دان وایی چې زه درته ثابتوم چې زما خبره صحیح ده چې سپوږمۍ څنګه تیاره کیږي نو مونږ د اسلامي نقطه نظر نه ورته وایو چې دا ته چې وایی چې لمر سپوږمۍ او زمکه چې په یوه استقامت کې واقع شي دا حالت راځي نو دا په یوه استقامت کې یې څوک واقع کوي؟

او بېرته یې لدې حالت څخه څوک وباسي؟

کوم دی هغه قدرت چې په لمر سپوږمۍ او زمکه یې حکم عملی کیږي؟

 نو همدا ستا په خبره د وي خو دا هرڅه الله تعالی کوي او د بندګانو د وېرولو لپاره یې کوي .

مونږ باید څه وکوو؟

کله چې سپوږمۍ تیاره شي یا په بل عبارت چې کله سپوږمۍ تندر ونیسي مونږ باید څه وکوو؟

کله به چې سپوږمۍ تیاره شوه او یا به لمر تیاره شو نو  رسول الله صلی الله علیه وسلم به خلکو ته امر کولو چې مونځونه وکوئ ، صدقه وکوئ ، خیراتونه ورکړئ دعاګانې او استغفار وکوئ .

د حضرت ابی مسعود الانصاري رضی الله عنه څخه روایت دی فرمایی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایل : إِنَّ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ آيَتَانِ مِنْ آيَاتِ اللَّهِ يُخَوِّفُ اللَّهُ بِهِمَا عِبَادَهُ، وَإِنَّهُمَا لَا يَنْكَسِفَانِ لِمَوْتِ أَحَدٍ مِنْ النَّاسِ، فَإِذَا رَأَيْتُمْ مِنْهَا شَيْئًا فَصَلُّوا، وَادْعُوا اللَّهَ حَتَّى يُكْشَفَ مَا بِكُمْ . رواه مسلم

ترجمه : بېشکه لمر او سپوږمۍ دوې نښې دي  د نښو د قدرت د الله تعالی پدې سره خپل بندګان ډاروي او دا دواړه په خلقو کې د چا د مرګ یا د چا د ژوند له امله نه تیاره کیږي کله مو چې دا شی لیدل نو مونځ کوئ او د الله تعالی نه وغواړئ چې هغه حالت لتاسې پورته کړي چې تاسې پکې یاست .

د خسوف (سپوږمۍ د تیاره کېدلو د وخت) مونځ

حکم یې:

کله چې مسلمانان وویني چې سپوږمۍ تندر نیولې ده پدې وخت کې دوه رکعته مونځ سنت دی ، ځینې علماوو ویلی چې واجب دی او ځینې علماء یې بیا د فرض کفایې خبره هم کوي لکن اکثر علماء پدې رایه دي چې دا سنت دی .

د مانځه کیفیت:

کله چې سپوږمۍ تیاره شي پدې وخت کې دوه رکعته مونځ د امام ابي حنیفه رحمه الله د مذهب له مخې داسې دوه رکعته مونځ دی لکه په بل وخت کې چې انسان دوه رکعته نفل کوي نه ورته آذان شته ، نه ورته اقامت شته ، او نه پکې تکرار د رکوع شته  بلکه دوه رکعته مونځ دی چې ټولې دوه رکوع ګانې او څلور سجدې لري .

آذان ورته نشته لکن همداسې اعلان به کوي چې خلک خبر شي او مانځه ته راشي او  که چېرته د خسوف د مانځه په وخت کې ټول خلک په جومات کې حاضر وي نو بیا هم اعلان کول د هغه کسانو لپاره مستحب دی چې هغوی جومات ته نه وي راغلي .

 په جمع که یوازې؟:

د امام شافعي او امام حنبل رحمهما الله د مذهب له مخې مونځ په جمع سره کیږي او د امام ابي حنیفه او امام مالک رحمهما الله د مذهب له مخې دا مونځ به هرڅوک ځان ته کوي لکه عام نفل چې څنګه کوي په جمع به نه وي .

وخت یې :

دا مونځ په هغه وخت کې اداء کیږي کله چې دا حادثه را مینځ ته شي (سپوږمۍ تیاره شي) .

د مانځه نه وروسته  به تر هغه وخته پورې دعا ګانې ، اذکار او استغفار وایی ترڅو سپوږمۍ رڼا شوې نه وي .

امام او په خلکو کې عالم به خلکو ته  د وعظ خبرې وکوي او خلکو ته به ور په یاد کړي چې لمر او سپوږمۍ د الله تعالی له قدرتونو څخه دي الله تعالی چې هر وخت وغواړي نو دا دواړه نعمتونه له مونږ څخه داسې اخیستی شی لکه اوس یې چې تیاره کړی ده او هېڅوک نشی کولی چې اوس دا تیاره له سپوږمۍ څخه لرې کړي ترڅو یې چې الله تعالی ورڅخه لرې نه کړي او نه هېڅ قدرت کولی شي په سپوږمۍ دا تیاره راولي بغیر د الله تعالی څخه .

که د خسوف په وخت کې د فرضی مانځه وخت شي نو اول به فرضی مونځ کوي بیا به دا مونځ کوي .

د مانځه ځای:

د نارینه وو لپاره سنت ده چې په جومات کې دا مونځ وکوي .

زنانه به دا دوه رکعته مونځ په کور کې کوي او که د فتنې وېره نه وي او په جومات کې د زنانه وو لپاره بېل ځای وي که جومات ته هم لاړې شي نو مشکل پکې نشته .

حکمت یې:

کله چې لمر یا سپوږمۍ تیاره شي شریعت ولې مونږ دېته هڅوي چې باید مونځ وکوو. ځکه چې دا د الله تعالی یو قدرت ښکاره کېدل دي او مخکې حدیث تېر شو چې الله تعالی پدې سره خپل بندګان ډاروي پدې معنی چې لمر او سپوږمۍ د الله تعالی د امر تابع دي که الله تعالی یې د ټول عمر لپاره تیاره کول وغواړي نو هېڅ قدرت یې نشي رڼا کولی نو مونږ چې کله دا حالت ووینو باید الله تعالی ته راجع شو  مونځ ، دعاګانې او استغفار وکوو .

صرف دا نه بلکه مونږ ته الله تعالی داسې یو مبارک شریعت را کړی دی چې د ژوند په هره برخه کې مونږ ته هدایات لري که باران کیږي مونږ دعا لرو باید ویې وایو ، که باران نه کیږی نو مونږ دعاء لرو باید ویې وایو ، که په لوړه باندې خیږو  باید الله اکبر ووایو که په ښکته باندې ښکته کیږو باید سبحان الله ووایو نو په همدې ډول کله چې سپوږمۍ تیاره کیږی  او د هر سبب له امله چې تیاره کیږي فرق نه کوي  که ساینس ورته د تیاره کېدو وجه وایی نو له اسلام سره ټکر نه ده ځکه چې مونږ مسلمانان ټول پدې عقیده یو چې ددې نظام چلوونکی یوازې الله تعالی دی او دا لمر سپوږمۍ او زمکه پدې حالت کې چا اچولي دي؟  الله تعالی …

آیا بغیر د الله تعالی نه بل داسې څوک شته چې بیا داسې حالت جوړ کړي؟  نه …

آیا کله چې د اسې حالت راشي بغیر د الله تعالی نه بل څوک شته چې سپوږمۍ لدې تیارې حالت څخه وباسی؟  نه …

نو الله تعالی ورباندې دا حالت راوستلی دی او الله تعالی کولی شي بېرته یې ورڅخه پورته کړي نو ځکه پدې وخت کې شریعت مونږ ته امر کوي چې الله تعالی ته راجع شئ دوه رکعته مونځ سنت دی او نور چې څومره دعا ګانې او استغفار کولی شئ ویې کوئ  چې الله تعالی راضي شی او دا حالت بدل کړي .

مخکینې مطلب

رسول الله ﷺ د خپلې مور په قبر

بل مطلب

اروزګان: ګډوځواکونو ولسي خلکو ته د سر او مال زیانونه اړولي

ځانګړي مطالب

خبرونه

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com