جمعه, اپریل 17, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home اسلام پوهنه

رسول الله ﷺ د خپلې مور په قبر

نعمان منلی نشرونکی: نعمان منلی
جولای 27, 2018
کټګوریانې: اسلام پوهنه, مهم
0
221
ځلې شریک شوی
687
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکنه : حامد افغان

ژړا په انسان باندې د الله رحم او احسان ده، الله جل جلاله وایي: و أنه هو أضحك وأبكى ( النجم : 43 )، یعني او هغه ذات دی چې خندول او ژړول کوي. په ژړا سره د درد مند او غمژن انسان زړه سپکیږي او داراز په ژړا سره له دردمنو او کړیدلو سره خواخوږي او غمرازي کولی شو، که موږ په لاس کې څه ونه لرو او ونه شو کولی د کوم غمژن او دردمن انسان مرسته وکړو، د اوښکو زېرمې خو لرو د ناچاري او بېوسي په حالت کې د داسې خلکو په حال ژړلی شو او له هغو سره سلګۍ شریکولی شو. داراز ډېر ځله یوه شي ته د شوق لپاره هم ژړا انسان ته سکون او ارام ورکوي.

دا هم ولولئ

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د الله له ویرې هم ژړا له موږ سره مرسته کولی شي، او د الله له ویرې تویېدونکې اوښکې د اخرت په ورځ خورا ارزښتناکې ملغلرې ګرځي. رسول الله صلي الله علیه وسلم په خپل ژوند کې له دې انساني حالت (ژړا) سره ډېر ځله مخامخ شوی دی او په مختلفو حالاتو کې یې ژړلي دي دلته د ده د ژړا په اړه یو حدیث را اخلو او په هغه کې پرتې ګټې او فایدې را سپړو.

رسول الله صلي الله عليه وسلم د خپلي مور قبر ته ولاړ او د هغي د قبر خواته یې وژړل ، له ده سره چې کوم ملګري وو هغوی هم وژړل او ویې ویل : ما له خپل څښتن نه اجازه وغوښتله چې زه مې مور ته د مغفرت دعا وکړم اجازه یې رانه کړه او بیا مې له هغه اجازه وغوښتله چې د خپلي مور د قبر زیارت وکړم نو اجازه یې راکړ ه. تاسو هم د قبرونو زیارت کوئ ، ځکه په دې سره انسان ته مرګ وریادیږې . عن أبي هريرة -رضي الله عنه- قال: زار النبي -صلى الله عليه وسلم- قبر أمه فبكى وأبكى من حوله، فقال: استأذنت ربي في أن أستغفر لها فلم يؤذن لي، واستأذنته في أن أزور قبرها فأذن لي، فزوروا القبور فإنها تذكر الموت. (رواه مسلم )

په حدیث کې دې خبري ته اشاره ده چې د مور مینه د انسان په فطرت کې اغږل شوې وي، که څه هم د رسول الله صلي الله علیه وسلم مور د ده په کشرتوب کې وفات شوې وه او ده یې دومره خواږه نه وو لیدلي خو بیا هم له مور سره اړیکه تر نورو ټولو انساني اړیکو پیاوړې او پخه وي ، او د مور د قبر خواته درسول الله صلي الله علیه وسلم ژړا علماوو داسې توجیه کړې ده چې په هغې باندې د جهنم له ویري نه یې پرې ژړلي دي.

له حدیث نه دا خبره هم معلومولی شو چې که د یوچا نږدې خپلوان مشرکان وي نو په ژوند کې له هغو سره ناسته ولاړه او پوښتنه یې کولی شي او که مړه وي هم زیارت یې کولی شي او په ځانګړې توګه که د یو چا مور او پلار مشرکان هم وي په دنیا کې به ښه چلند ورسره کوې ځکه قرانکریم وایي : وصاحبهما في الدنیا معروفا. یعني په دنیا کې د دوی دواړو ښه ملګرتیا وکړه.

له حدیث نه دا هم معلومولی شو چې قبرونو ته تګ رخصت او مستحب ده، ځکه په دې کار سره انسان ته مرګ او اخرت وریادیږي او بل دا چې زیارتونو ته تګ باید یواځې د مرګ یادوني په موخه وي او د همدې موخي لپاره روا دی ځکه په حدیث کې تصریح شوې ده : فانها تذکر الموت. او د نورو ټولو موخو لپاره زیارت ته تګ جواز نه لري په تېره بیا نن سبا چې خلک په دې لړ کې څومره شرکي عملونه او له ناروا موخو سره زیارتونو ته ځي د هغه باید زیات مخالفت وکړل شي او خلک باید زیارتونو ته د تګ په موخه وپوهول شي.

لوی ټکي: حامد افغانرسول اللهمور
مخکینې مطلب

ترکیې ته د یوه امریکايي کشیش پر سر د امریکا ګواښ او د ترکیې ځواب

بل مطلب

سپوږمۍ تیاره کېدل.. د اسلام له نظره

ځانګړي مطالب

خبرونه

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com