ته زما ساتندوی نه یې زما نمک حرامه زویه!

مراد أنصار
زه افغانستان یم ، اوږد لرغونی تاریخ لرم، اسیا پر ما ښکلې ده .
زه د آسیا زړه یم ، زه د آسیا بام یم ، پر ما د وریښمو تاریخي لار تیره شوې.
کله چې د مسلمان امت په لوړو کې د ذی النورین نور ځلیده ماته د اسلام رڼا راورسیده ، ماهم په ډیره مینه ومنله ، زه پرې ښکلی شوم ، زه پرې نیکمرغه شوم .
ما هم د زړه مینه ورکړه ، په هر ډګر کې مې ستر خدمتونه ورته ډالۍ کړل ، په علمي ډګر کې ستر مفسرین لرم ، ستر محدثین لرم او په فنونو کې هم تر چا وروسته نه یم .
د غزا او جهاد ډګر خو مې تل په خپلو وینو سمسور ساتلی
تا زما د محمود تاریخ لوستلی؟ غازي او بت شکن محمود درته یادوم ، چا چې د سومنات بت دړې وړې کړ، هغه محمود چې تر ډیلي یې لښکرو مارش کاوه .
تا زما د میرویس نوم اوریدلي ؟
هغه میرویس چې ، له ډیر نازه، له ډیره خیاله او له ډیر درنښته تل زما بچیان ورته د میرویس نیکه نه وایي .
هغه میرویس چې ګورګینان یې په یوه شبخون کې له تیغه تیر کړل ، د دوی اشغال یې پای ته ورساوه، تر اصفهان پور ې ورپسې ورغی، د دوی تاج او تخت یې خپل کړل .
تا زما د ابدالي نوم اوریدلی ؟ زما د توریالی ابدالي ؟
چا چې زما زخمونه ټکور کړل ، چا چې زما خواره واره اولسونه سره یو ځای کړل ، چا چې زما شمله هسکه کړه ، چا چې زما د بخت ستوری وځلاوه ، چا چې بیا زه تر ډیلي پورې لوی کړم .
زه د اسلامي امت د غزا او جهاد هار یم ، زه د شهادتونو د ښکلو او ځلیدونکو ملغلرو هار یم
ځکه له ما سره تل کاتولیکې کلیسا ، پروټسټې کلیسا او ارتودوکسې کلیسا کینه ساتلې ده ، د کینې اور یې د آتشفشان په شان بادیږي .له ما څخه یې په سترګو توره شپه ده
درې ځله کاتولیکې او پروټسټې کلیسا زما د تسخیر لپاره خپلې شیطاني لښکرې راولیږلې ، او یو ځل ارتودوکسې کلیسا !
تل یې هڅه کړې چې ما د سیکولریزم او کمونیزم په زهرو په مرموز ډول ووژني خو زه الله تعالی ترې ساتلی یم .
نن هم بیا د کاتولیکې او پروټسټې کلیسا شیطانانو پر ما بلوا راوړې ، زه یې اشغال کړی یم او زما ځمکه او فضا یې یرغمل کړې ده .
که زما مرحوم اتل ملا محمد عمر مجاهد نه وای او که د ده سپیڅلی لښکر نه وای ! نن به زه هم یو بې روحه تش کالبوت وای ، د اسلام روح به یې له ما څخه ایستلی وو ، د اسلام رڼا به یې له ما اخیستې وه !
الله مه کړه زه به اوس د کفر او نفاق په تروږمۍ کې یو لار ورکی هیواد وم
زما نمک حرامه زویه !!!
ته تیر ایستل شوی یې ، ستا ماغزه مینځل شوي د ي ، ته د څو پیسو طمعې اخیستی یې ، له تاسره زما غم نشته!
له تا سره د شرابو غم دی!
له تا سره د خپل ناولي هوس غم دی !
له تا سره د پیسو او مال غم دی !
له تا سره د واک او چوکۍ غم دی !
له تا سره د سمت او ژبې غم دی !
ته داسې مه وایه چې زه له وطن څخه دفاع کوم ، ته دروغجن یې، ستا فکر د هغه چا لپاره څرخي
چې زه یې اشغال کړی یم!
ستا د ژبې زهر د مار له نیښ څخه زیات دي ، ستا د قلم له څوکې څخه اور بادیږي !
زما د مینې د وژلو لپاره !
زما د تاریخ د وژلو لپاره !
زما د ارزښتونو د وژلو لپاره !
ته زما ساتندوی نه یې ، ته زما مدافع نه یې ، تا زما له تاریخي دښمنانو سره ټوپک په اوږه اخیستی، هغوی روزلی یې ، پیسې او وسلې درکوي ، په شا د ټپوي ، په مرکزونو یې پهره او ګزمه کوې او په لارو کې وړاندې او وروسته ترې روان یې !
ته د هغوی ځری یې !
ته د هغوی کرایي قاتل یې !
ته یې زما د وژلو مامور یې !
ته یې زما د نړولو مامور یې !
ته یې زما پر سر د فتنو د کرلو مامور یې !
ستا سوغات ماته فساد دی
ستا سوغات ماته فتنې دي !
ته زما مدافع نه یې، ته زما غلیم یې ، ته زما د لستوڼي مار یې !
زه په هغو زامنو ویاړم چې د یوې اسلامي خاورې په توګه زما لپاره او زما د اسلام د ځلا لپاره خپل ژوند سپیلنی کوي، خپلې تنکۍ دنګې او ښکلې ځوانۍ لولپه کوي.
زه پر هغو زامنو ویاړم چې فکر،ژبه او قلم یې د بتاري تورو په څیر چلیږي ، د دښمن د رواني او نفسیاتي شیطانت پر وړاندې د جګړې په لومړۍ لیکه کې قرار لري .
دوی زما مدافعان دي !
دوی زما ساتندویان دي !
دوی زما ریښتوني زامن او فرزندان دي !
زما د ورته سلام وي
سلام سلام سلام



