کابل ټکی کام ۱۵ وږی
راپور قدرت الله حسین
د عراق په بېلابېلو سيمو کې په نښتو او بريدونو کې له شلو ډېر عراقي پوځيان او لسګونه داعش جنګيالي وژل شوي دي.
د عراقي پوځ سرچينې وايي، چې له بغداده ۱۱۰ کلو متره لرې په الرمادي ښار کې يې شمال او جنوب لور ته د داعش په دوه جلا بريدونو کې لږ تر لږه ۱۳ پوځيان وژل شوي دي.
سرچينو زياته کړې ده چې جنګي الوتکو او څرخکو نن سهار د الرمادي شمال لور ته په البوفراج او البوذياب سيمو کې د داعش پر پټنځايونو بريدونه کړي دي، چې په ترڅ کې يې مرګ ژوبله اوښتې ده.
بل لور ته راپورونه وايي، چې داعش جنګيالو د الرمادي غرب لور ته خپل جنګيالي منظم کړي دي او د بريد پلان لري.
همدا راز د بغداد غرب لور ته ۶۰ کلو متره لرې په فلوجه ښار کې د داعش په بريدونو کې د شيعه ملېشو په ګډون د عراقي پوځ ۸ تنه وژل شوي دي.
د عراق روغتيايي سرچينو زياته کړې ده، چې د پوځ په بمبار کې تر لسو ولسي وګړي هم مړه او ژوبل دي.
بل خوا د عراق د نينوي د پوليسو يو خبري اژانس ليکلی دي، چې د نړيوال ايتلاف الوتکو د موصل غرب لور ته په الوائلي سيمه کې د داعش مرکزونه بمبار کړي دي، چې د يوه جنرال په ګډون يې د دغه ډلې ۱۳مشران وژلي دي، چې ۵ يې سوريايان دي.















