سيګار: لويه څارنوالۍ، عدلي او قضايي ارګانونو کې پراخ فساد موجود دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۱۰)
د افغانستان لپاره د امريکا د مرستو د څار اداره “سيګار” وايي، په لويه څارنوالۍ، عدلي او قضايي ارګانونو کې د فساد سربيره دغه څارنوالۍ د فساد په سترو دوسيو کې ناغيړي کړې او فسادګرو سره يې کمزوری چلند کړی.
سيګار وايي، افغانستان کې حکومت کمزوری، د دغه هېواد له وضعيت ښکاري چې د قانون واکمني پکې نشته، افغان ځواکونه د خپلې ولکې لاندې سيمو په ساتلو کې پاتې راغلي او حکومت د پراخ فساد پر وړاندې د مبارزې لېوالتيا نه لري.
سيګار زياتوي، د اداري فساد ډيرې قضې چې فسادګر اشخاص هم موجود دي د سياسي ادارې د نه شتون له امله پاتې دي او په ځانګړي ډول لوی څارنوال فريد حميدي د هغو فساد کوونکو اشخاصو په وړاندې کمزوری او ناقص چلند کوي چې زورواکي او نفوذ لرونکي دي.
سيګار د مرستندويه ادارو هغه اندېښنه پر ځای بللې چې په وينا يې د ملي يووالي حکومت يواځې د “کاغذپرمخ” د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ادعا کوي.
د سيګار راپور کې راغلي، په فساد کې د ککړو سل کسانو په نيولو کې د کورنيو چارو وزارت ناغيړې کړې، د سل کسانو “فساد کوونکو زورواکو” د جلب امر د هغوی له لوري له پامه غورزول شوی او کورنيو چارو وزارت يې په نيولو کې خپل مسئوليت نه دی ادا کړی.
دغه راز د سيګار راپور زياتوي، د اداري فساد پر ضد په عدلي او قضايي مرکز او د افغانستان د لویې څارنوالۍ د سترو جرمونو پر وړاندې د مبارزې په ادارې کې پراخ فساد موجود دی.
د روڼتيا نړيوال سازمان د ورستي راپور پر اساس چې د روان ۲۰۱۸م کال په فبرورۍ مياشت کې خپور شو افغانستان د نړۍ څلورم تر ټولو فاسد هېواد بلل شوی چې لومړی، سوماليا، سويلي سوډان، سوريه او څلورم افغانستان دی.



