(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۱۱)
راپورونه وایي، چې نن سهار د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ د زیرکوه سیمې ته د ګډوځواکونو تللي عملیاتي عسکر د طالبانو تر بریدونو لاندې راغلي او ګڼو بهرنیو او داخلي ملګرو ته یې مرګ ژوبله اوښتې.
راپور زیاتوي، ګډو ځواکونو تر تلفاتو ګاللو وروسته د خلکو پر کورونو بمباري کړې او د ګڼ شمیر دکانونو او کورونو په ګډون یې ۳ کلیوال وګړي هم شهیدان کړي.
طالبان وایي له عملیاتي قوې سره یې مخامخ جګړه کړې او د امریکایي او سپیشل فورس ځواکونو دوه ټانګونه یې هم د ماینونو په مټ ویجاړ کړي.
د طالبانو خبرپاڼه زیاتوي، په دواړو ټانګونو کې درۍ امریکایي او درۍ سپیشل فورس ځواکونه وژل شوي او ۴ سپیشل فورس او ۳ امریکایان مرګوني ټپیان دي. .
طالبان په دې بریدونو کې د خپلو دو ملګرو د وژل کیدو پخلی هم کوي او زیاتوي چې ګډ ځواکونه د تلفاتو تر ګاللو وروسته له سیمې تیښتې ته اړ شوي .
د هرات ځایي چارواکو تر دې مهاله په دې تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی .


















