د ملاتره خيل پلويانو کابل کې د ټاکنو کمېسيون دروازه وتړله

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۲۲)
په کابل کې د ملاتره خيل سلګونه پلويانو د احمد شاه بابا له مينې نيولې تر ټاکنو کمېسيون پورې لاره تړلې او د دغه کمېسيون دروازې ته يې قلف اچولی.
د کابل ټکی کام خبريال وايي، د تره خيل پلويانو د ولسي جرګې د نوماندانو له نوملړه د هغه د نوم د ايستلو په غبرګون دا کار کړی او د ټاکنو کمېسيون مخې ته خيمه هم درولې ده.
نوموړی زياتوي، د یاد کمېسيون د تړلو سربيره اعتراض کوونکو د کابل جلال اباد لويه لاره هم د ترافيکو پر مخ وتړله چې پوليس يې د خلاصولو هڅه کوي.
د تره خيل د پلويانو سربيره د ضياءالحق امرخيل یوشمير کسان هم راغلي او په دغه لاریون کې يې برخه اخيستې ده.
ويل کېږي، پوليسو د اعتراض کوونکو د پاشلو او لارې خلاصولو لپاره هوايي ډزې هم کړي خو تر اوسه د مرګ ژوبلې اوښتو په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي.
د ټاکنو شکاياتو کمېسيون د ولسي جرګې د نوماندانو له وروستي نوملړه د ملاتره خيل، ضياءالحق امرخيل او فوزيه کوفي په ګډون د پنځه دېرش کسانو نومونه په دې تور له ليسته ايستلي چې په وينا يې دوی خپلسري وسله وال لري او د ځمکو د غصب شکايتونه پرې شوي دي.
خو ياد نوماندان وايي، چې دوی سره عقده يي چلند شوی او دا د حکومت له لوري سياسي پريکړه ده.
تېره ورځ د ټاکنو کمېسيون د دارالانشاپخواني رييس او د ولسي جرګې انتخاباتو له نوملړ څخه ايستل شوي نوماند ضياءالحق امرخيل په ژوندۍ ويډيو کې وويل، چې د ټاکنو شکاياتو کمېسيون مسوولينو ترې ځانونه پټ کړي او د دغه کمېسيون رييس له کورنۍ سره هندوستان ته تللی، دفتر يې تړلی، کارمندان يې تښتېدلي دي.



