شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

که داسې حال وي.. د کابل سقوط ته ورځې شمېرئ

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
اگست 13, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
358
ځلې شریک شوی
182
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

 نعمان لطیف

څلور ورځې وړاندې طالبانو دغزني ولایت په مرکز برید وکړ. دطالبانو منظم، توند او ناڅاپه برید عسکر سخت وارخطا او په تېښته مجبور کړل.

دا هم ولولئ

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

ځینې سلامي شول، ځینې وتښتېدل او ځینې دخپلې کمعقلۍ او سرتمبگۍ له کبله ووژلای شول.

دوی تمه درلوده چې څو شېبو کې به یې کومکي عسکر څنگ ته ودریږي، مگر نن څلورمه ده چې طالبان پر غزني واکمن دي، او دخپل پلان له مخې مهم ځایونه نیسي، او عسکر یا تسلیمیږي او یا وژلای کیږي.

دغزني ښاریان (چې اوس دسخت بمبار او ذهني کشمکش ښکار دي) له افغان کلتور او جغرافیې د ناخبره، بې کیفیته، او بلواکه ولسمشر او ادارې دمنلو سزا گالي.

هلته غزني دطالبانو لاسونو ته لوېدلې دی، لسگونه عسکر یو پر بل پسې وژلای کیږي، لارې کوڅې یې له جسدونو ډکې دي چې دتعفن له لاسه یې ښاریانو ته تنفس ستونزمن شوی دی مگر مفکر (!) ولسمشر په ارگ کې دټوپکسالارانو فرمایشات پوره کوي، غونډې دي، چکچکې دي، خنداوې دي، قهقهاوې دي.

دملا تره خېل کوتکیانو دټاکنو کمېسیون مخې ته لویه خېمه وهلې ده، د امرخېل پلویانو بېل ډانډس پیل کړی دی، د بل ایستل شوي نوماند پلویانو بل قسم اتڼ ته ملاوې تړلي ده.

سناتوره فریده کوچۍ حکمتیار صیب په راکټیار مخاطب کوي او په کور دډبرو دباران گواښونه ورته کوي، دقیصاري او عطا، دوستم بدمعاشي او د اشرف غني بېوسي کابو تمامې نړۍ ولېدله.

اوس چې په ایران دنړیوالو بندېزونو په ترڅ کې دډالرو دخرېدارۍ بندیز لگېدلای دی، په کابل کې ناست گڼ شمېر وکیلان، او چارواکي لگیا دي ډالر اخلي او ایران ته یې قاچاق کوي؛ ایران ته دډالرو پرېمانه قاچاق به د افغانیو لیږ ډېر پاتې حیثیت هم له منځه یوسي.

ولس ته فقط همدا یوه خبره خوله کې ورکړل شوېده چې هر څه پاکستان کوي، په هر څه کې دپنجاب لاس دی او ……..

تره خېل مُلا ته پنجاب وایي چې خېمه ووهه؟ اجرائیه ریاست او شمال ټلوالې ته پاکستان وایی چې له نیمایي زیات پښتانه نوماندان له لیسته وکاږه چې هېواد کې غوبل جوړ وي؟

هلته چې غزني کې ددې هېواد ځوانان په لمبو کې سوځېږي؛ ډاکټر اشرف غني ته پاکستان وایی چې ارگ کې دځوانانو د ورځې لمانځلو تابیا ونیسه؟!

نیویارک ټایمز وړمه ورځ راپور ورکړ چې افغان چارواکي تر ټولو پست، ذلیل او بې شرم چارواکي دي؛ باور وکړئ ماته یې دا خبر پیغور ښکارېده، زور یې راکړ، اما نن وپوهېدم چې رښتیا یې ویلي دي او په حقیقت کې همداسې ده.

اوس دستي له ننگرهاره تازه راپورونه دا دی چې له لیست ایستل شویو نوماندانو گواښ کړی که چېرې یې نوم، بېرته ځای پر ځای نشي دننگرهار د وکیلانو شورا دروازه به وتړي.

دلته د هرې ناخوالې تر شاه نظام ولاړ دی، د هرې ناروا پشت باني چارواکي کوي، هر زورواکی دنظام له لوړو څوکیو پر شاه ټپول کیږي خو چې طالبان ددوی له بې کفایتۍ گټه پورته کړي او چانس ووهي، دوی بیا کومي خلاص کړي چې گویا پاکستان مو نه پرېږدي ارام ژوند وکړو.

پاکستان مازې ددوی لاس پاک دی، خپله ټوله مرداري په پاکستان وراچوي، درحالیکې دوی هر یو پردیو ته کار کوي، د پردیو په ډاډ په چوکۍ ناست دي او د هېوادوالو په سرنؤشت لوبې کوي.

طالب چې دملت لپاره رحمت دی، شکر ددوی لپاره الهي عذاب دی چې هر وخت یې پرې ورنازلوي؛ که طالبان نه وای خدازده دوی به پر موږ کومې نخرې کولای؟

موږ همداسې ښه یو چې خپل مسیحا مو غلط کړی دی، او ځانونه مو د داسې بې کفایته او بې هویته بلاوو منگولو ته سپارلي دي چې پر موږ له بل شویو اورونو نه خپلې سیگریټې بلوي.

دفاع وزیر وایي په غزني کې زموږ سل عسکر وژلای شوي دي، او په جگړو کې دسلو عسکرو مړینه عادي خبره ده.

د اردو سل وژلای شوي ځوانان جناب وزیر ته معمولي او عادي ښکاري. دا سل ځوانان هغه ؤ چې دوی کرایه کړي ول او دهمدوی دگټو ساتنه یې کؤله مگر دوی دومره سپین سترگي او بې حیا دي چې دسلو عسکرو مړینه معمولي گڼي.

په حقیقت کې موږ دنړۍ د تر ټولو ارذالو واکمنانو رعیت یو، او ددوی چې دا حال وي، لېرې نه ده چې ډېر نېږدې وخت کې طالبان دکابل تر دروازو راورسېږي او د ارگ واکمنانو او چارواکو ته کډې ور بار کړي خو خدای دې وکړي چې یو ځل بیا د اریانا څلورلاری دهېواد دخرڅونکیو او دهېوادوالو دقاتلینو قتل گاه شي.

مخکینې مطلب

شهر سلطان محمود غزنوی در تصرف طالبان

بل مطلب

غزني جګړه: څلور ورځې وروسته، لا هم طالبان پر ښار واکمن دي

ځانګړي مطالب

خبرونه

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د امریکا پر وړاندې د ایران بریا؛ یمن کې یې په مناسبت پراخ لاریونونه ترسره شول

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

وال‌سټریټ ژورنال: په هرمز تنګي کې هر ماموریت د ایران له اجازې پرته ناشونی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ کې ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

د امریکا پر وړاندې د ایران بریا؛ یمن کې یې په مناسبت پراخ لاریونونه ترسره شول

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

وال‌سټریټ ژورنال: په هرمز تنګي کې هر ماموریت د ایران له اجازې پرته ناشونی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    19 شریک شوي
    شریکول 8 Tweet 5
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران دفاع وزارت: هرمز تنګی په مشروط ډول پرانیستی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د کابل هوايي ډګر څخه د افغان حاجیانو د انتقال بهیر پیل شو؛ ۳۰ زره کسان حج ته لېږدول کېږي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

قالیباف: د ټرمپ ټولې ادعاوې درواغ دي، حقیقت سره اړخ نه لګوي

ولسمشر ټرمپ: له ایران او لبنان سره د تلپاتې اوربند هڅې روانې دي

میدان‌ وردګ او کندز کې ترافیکي پېښو له امله ۱۱ تنو ژوند له لاسه ورکړی 

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ کې ۱۰۷۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

د ایران بهرنیو چارو وزارت د غني شویو یورانیمو د لېږد په اړه د ټرمپ ادعا رد کړه

کابل ښاروالي: کابل ښار کې پنځه نور هوايي پلونه جوړيږی؛ د برکي پله کار ۸۵٪ بشپړ شوی

د امریکا پر وړاندې د ایران بریا؛ یمن کې یې په مناسبت پراخ لاریونونه ترسره شول

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com