حوثي ځواکونو د العند پوځي هوايي اډه نیولې

کابل ټکی کام ( چهارشنبه، ۸ تله، ۱۴۰۵ل)
د راپورونو له مخې، د واکمې حوثي ډلې ځواکونو د یمن په جنوب کې مهم العند هوايي ډګر نیولی دی.
العند هوايي اډه د یمن د لحج ولایت د تُبَن ولسوالۍ په سیمه کې موقعیت لري او د دغه هېواد له مهمو پوځي اډو څخه شمېرل کېږي. اډه د عدن ښار شمال ته شاوخوا ۶۰ کیلومتره واټن لري.

العند په تېرو کلونو کې د یمن د جګړې پر مهال د مهمو پوځي عملیاتو او بریدونو شاهد پاتې شوې ده. په ۲۰۱۵ کال کې هم د یمن د جګړې پر مهال د اډې د کنټرول پر سر سختې نښتې شوې وې.

مربوطه مطالب

Back to top button