دفاع وزارت: په نورستان کې عملیات د ۴۱ وسله والو په وژل کېدو او ۶۲ نورو په نیولو پای ته ورسېدل

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۸ تله، ۱۴۰۵ل)

د دفاع وزارت وايي، د نورستان ولایت د کامدېش ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې د راوښتو شوو داعش او نورو وسله والو پر ضد د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو عملیات پای ته رسېدلي دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، په دغو عملیاتو کې ۴۱ وسله وال وژل شوي او ۶۲ نور ژوندي نیول شوي دي.

دفاع وزارت وايي، امنیتي او دفاعي ځواکونه به هېچا ته اجازه ورنه کړي چې په هېواد کې ناامني رامنځته کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button