امریکا په عراق کې خپل پوځي ماموریت پای ته رسوي، او استخباراتي حضور ساتي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۸ تله، ۱۴۰۵ل)

امریکايي رسنۍ د پنټاګون د یوه چارواکي په حواله راپور ورکوي چې امریکا په عراق کې خپل رسمي پوځي ماموریت پای ته رسوي، خو په دغه هېواد کې به د استخباراتي او څارنې ځینې وړتیاوې وساتي چې د اړتیا پر مهال ترې د عراق دننه کار اخیستل کېدای شي.

د راپور له مخې، یو شمېر امریکايي سمندري ځواکونه به په عراق کې پاتې شي، څو د امریکا ډیپلوماټیک ماموریتونه خوندي کړي.

همداراز امریکا غواړي د اربیل له شاوخوا څخه د «پاتریوت» هوايي دفاعي توغندیو یوه بټري وباسي او پاتې هوايي دفاعي سیستمونه به د امریکايي ډیپلوماټیکو مرکزونو پر ساتنه متمرکز وي.

امریکايي چارواکي وايي، واشنګټن بغداد ته د ایران پلوه وسله والو ډلو د بریدونو د مخنیوي پر اهمیت هم ټینګار کړی دی. په دې سره، په عراق کې د امریکا پوځي حضور به د پخوا په پرتله محدود او تر ډېره د استخباراتي وړتیاوو او د ډیپلوماټیکو ماموریتونو د ساتنې په برخو کې پاتې شي.

مربوطه مطالب

Back to top button