جمعه, اپریل 17, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه

نیویارک ټایمز: پر غزني باندي د طالبانو د حملې عواقب

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
اگست 14, 2018
کټګوریانې: خبرونه
0
155
ځلې شریک شوی
154
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

واحد فقیري

ورځني سیاسي نوټونه (۱۶۲):

د نیویارک ټایمز ځوان افغان ژورنالیسټ مجیب مشال د اګسټ پر ۱۳ په یوه تحلیلي رپوټ کي لیکي پر غزني باندي د طالبانو حملې د هغوی بېساري مقاومت او استحکام ښيي، او په عین زمان کي د امریکا هغه ادعا ردوي چي وايي په جنګ کي ئې پرمختګ کړی دئ. دغه راز، د غزني جنګ د افغان حکومت بې کفایتي او بې پروايي هم برملا کوي. ځکه څو میاشتي کېږي چي د غزني قریب درې لکه اوسېدونکي په بېره او وهم کي ژوند کوي. کله چي زه د جون په میاشت کي هلته ولاړم، طالبانو ښار محاصره کړی وو. هره شېبه یوه حمله ممکنه وه، او ښاریانو له ګڼه ګونه څخه ځان بچوی.

غزني یو ستراتيژیک ولایت دئ، او د کابل – کندهار پر لویه لاره باندي واقع دئ. هر څوک چي غزني په کنټرول کي ولري، هغوی کولای سي چي شا و خوا ولایات هم متاثیره کړي. ځکه پاکستان ته ډیر نژدې پروت دئ.

دا هم ولولئ

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

د افغانستان د استخباراتو پخوانی ریس ښاغلی نبیل وايي د افغان په حکومت کي خپلمینځي اختلافاتو او سیاسي ناندرو حکومت سخت کمزوری کړی دئ. هغه وايي،«د غزني حالت کندوز ته پاته کېږي. طالبانو اول شاوخوا سیمي لاندي کړې. بیا ئې پوځي اډې ونیولې، او وروسته ئې ښار فتح کړ.» نبیل وايي کله چي یو ښار محاصره سي،‌ بیا نو ورننوتل اسانه کېږي.

د غزني جنګ په داسي وخت کېږي چي د افغان حکومت او بین المللي دوستان ئې له طالبانو سره د دوهم اوربند لپاره کوښښ کوي. که څه هم د غزني جنګ به دا رواني هڅي او پلانونه زیات متاثیر نه کړي، خو شرایط به سخت کړي، او د سولي د خبرو مخالفان به لا تشویق او غښتلي کړي.

د واشنګټن ایګزامینر د اګسټ پر ۱۴ مه باندي لیکي په افغانستان کي د ټرمپ د ستراتیژۍ یو کال پوره سو، خو د امریکا د دفاع وزارت خپل ټول امید د سولي پر مذاکراتو باندي تړلی دئ. اخبار لیکي کله چي ټرمپ خپله نوې ستراتیژي اعلاموله، هغه وویل،«زموږ نوې ستراتیژي به پر شرایطو باندي تکیه ولري، نه پر تقسیم اوقات باندي. د امریکا دوښمنان باید هیڅکله زموږ په پلان باندي خبر نه سي،‌ او نه هم دا هیله په زړه کي وساتي چي موږ به په انتظار ستړي کړي.»

ورڅپانه ادامه ورکوي او لیکي خو اوس چي یو کال تېر سوی دئ، په افغانستان کي ټول جنګي احصایی دا ښيي چي جنګ یو کامل بن بست ته رسېدلی دئ. د طالبانو حملې زیاتي سوي دي. او د ملکي کسانو مرګ ژوبله ډېره سوې ده. او طالبانو تر پخوا زیاتي سیمي نیولي دي.

اخبار علاوه کوي چي د متحده ایالاتو د دفاع په وزارت کي جنرالان پدې تمه دي چي جمهورریس ټرمپ هغوی ته څه زیات وخت ورکړي،‌ او بې حوصله ګي و نه کړي. ځکه که چیري هغه بې حوصلې سي، او له افغانستانه د امریکايي عسکرو د راایستلو په اړه په بېړه فیصله وکړي، دا به د سولي پروسه د جدي مشکلاتو سره مخامخ کړي. ځکه په هغه صورت کي به طالبان دا ګومان کوي چي که څه لږ نور انتظار وباسي، امریکا به ستړې سي، او له افغانستانه به خپل ځواکونه پرته له یوې موافقې وباسي.

دا لیکنه  لومړی ګرداب فېسبوک پاڼه کې خپره شوې ده.

______

واحد فقیري په کال ۱۹۶۲ کي په کندهار کي زېږېدلی دی. په کال ۱۹۸۰ کې د کندهار د احمد شاه بابا له لېسې څخه فارغ شوی دی. عالي تحصیلات یې په متحده ایالاتو کي کړي دي، او د امریکن پوهنتون او جورج مېسن پوهنتون څخه په سیاسي علومو کي درې ډیګرۍ لري. څو کاله یې د امریکا ږغ سره د خبریال په توګه کار کړی دی. څو کاله یې د پښتو د ژبي په برخه کي استادي کړې ده. درې کتابونه یې په پښتو ترجمه کړي دي. اوس د څو راډیوګانو او تیلویزیونو سره د سیاسي مبصر په توګه همکاري کوي. او وخت نا وخت یې سیاسي تبصرې د افغانانو په مختلفو ویب سایټونو کي خپرېږي.

مخکینې مطلب

غزنی: هوایي بریدونو کې ۱۸ ولسي کسان وژل شوي

بل مطلب

دڅمکنیو قومي مشران: خپل اقارب به د دولتي ځواکونو له لیکو را باسو

ځانګړي مطالب

خبرونه

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
افغانستان

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
خبرونه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
خبرونه

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
افغانستان

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 16, 2026
0

د صهیونیستي رسنیو اعتراف؛ د لبنان اسلامي مقاومت سره نښتو کې سلګونه پوځیان ټپیان شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 16, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

عبدالملک حوثي: د ایران پرضد د امریکا-اسرائیلو د بریدونو موخه د اسلامي نظام نسکورول و

د معیار او کیفیت اداره: اسلام‌کلا کې ۴۰ ټنه بې‌کیفیته اوسپنه بېرته وګرځول شوه

امریکا له ایران د اوربند غځولو غوښتنه کړې

پر اوکرایین د روسیې بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلخ کې د ۵۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا دوې پروژې بشپړې او د بلې کار پیل شو

په مزارشریف کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په لګښت د زرګرانو لپاره د ستر سوداګریز مارکېټ د جوړولو چارې پیل شوې

سپاه پاسداران: د امریکا سمندري محاصره ناکامه ده په هرمز تنګي بشپړ کنټرول لرو

افغانستان او مرکزي اسیا ته د روسیې او بلاروس د نفتي موادو واردات ۵۰ سلنه زیات شوي

د مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۸۲۴ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com