د شمال ډبرو سکرو امارتي شرکت د افغانستان او ازبکستان په ګډ نندارتون کې ګډون وکړ

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۶ وږی، ۱۴۰۵ل)

د شمال ډبرو سکرو امارتي شرکت د ازبکستان په ترمذ ښار کې د افغانستان او ازبکستان د سپکو صنایعو د تولیداتو په لومړي ګډ نندارتون کې ګډون کړی او د نورو افغان شرکتونو او سوداګرو ترڅنګ یې خپل محصولات او سوداګریز ظرفیتونه نندارې ته وړاندې کړي دي.

په دغه نندارتون کې شاوخوا ۶۳ غرفې جوړې شوې وې چې ۳۰ یې افغانانو ته ځانګړې شوې وې او د ډبرو سکرو، غالیو، لاسي صنایعو، جامو، چرمي توکو، زعفرانو او وچو مېوو په ګډون بېلابېل افغان محصولات پکې نندارې ته وړاندې شول.

د نندارتون جوړوونکي وايي، دغه نندارتون د افغان تولیداتو د معرفي کولو، بازارموندنې او د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره زمینه برابره کړې ده.

د نندارتون په څنډه کې د افغان او ازبک سوداګرو او شرکتونو ترمنځ سوداګریزې ناستې هم ترسره شوې چې د اقتصادي همکاریو او نویو سوداګریزو اړیکو پر پراختیا پکې خبرې وشوې.

مربوطه مطالب

Back to top button