بلخ کې د ۵۴ میلیونه افغانیو په لګښت سوداګریز مارکېټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۶ وږی، ۱۴۰۵ل)
د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې د ارزاقو امارتي شرکت له لوري د ۵۴ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی سوداګریز مارکېټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. دغه مارکېټ په ۹۲۴۲ متر مربع ځمکه، په دوو پوړونو او ۱۱ بلاکونو کې جوړ شوی دی.
د ارزاقو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس مولوي عبدالرازق رفیع ویلي، د دغه مارکېټ پرانیستل د شرکت د عوایدو لوړولو، سوداګرۍ او اقتصادي ودې او خلکو ته د کاري فرصتونو برابرولو په برخه کې مهم ګام دی.
نوموړي له سیمهییزو سوداګرو غوښتي چې د ارزاقو امارتي شرکت په چوکاټ کې پانګونه وکړي.



