سلګونه زره پاکستانيان چې د مرستو ترلاسه کولو لپاره یې ځانونه افغانان ثبت کړي وو، تابعیت بېرته غواړي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۶ وږی، ۱۴۰۵ل)

د راپورونو له مخې، د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د پاکستان د وروستیو پرېکړو له امله هغه «سلګونه زره» پاکستاني وګړي هم له ستونزو سره مخ شوي چې په تېرو څو لسیزو کې یې د نړیوالو مرستو د ترلاسه کولو لپاره ځانونه د افغان کډوالو په توګه ثبت کړي وو.

 ویل کېږي چې دغو کسانو د افغان کډوالو په نوم د مهاجرت کارتونه ترلاسه کړي وو.

د سرچینو د څېړنې او د پېښور د عالي محکمې له وکیلې ثنا ګلزار سره د مرکې له مخې، یاد شمېر پاکستاني وګړي اوس هڅه کوي چې خپل اصلي پاکستانی تابعیت بېرته تثبیت کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button