کابل ټکی کام فرید احمد
همدا شیبه د طالبانو ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد د ایمیل له لارې یوه اعلامیه مونږ ته رالیږلې ده چې پکې د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د هغه بندیزونو غندنه شوې ده چې پر دوی لګیدلي وو نور وغځول.
طالبانو ویلي دي چې دا بندیزونه پداسې حال کې غځول کیږي چې په هیواد کې طالبان ورځ تر بلې سیمې تر خپل کنترول لاندې راولي چې په دې سره په هیواد کې د سوکاله ژوند لپاره امیدونه راخوټيږي.
طالبانو د کابل حکومت یوه بې کفایته اداره یاده کړې او ویلي یې دي چې دوی هم ددې بندیزونو هرکلۍ کړی دی.
طالبانو دې وار نړیوال ځواکونه پدې تورن کړي دي چې د داعش ملاتړ کوي او وايي چې «یرغلګرو» په حکم داعش په افغانستان کې جنایات ترسره کوي.
طالبان په اعلامیه کې زیاتوي: پدې سره د امنیت د شورا د سولې د پروسې په برخه کې خنډونه ایجادولو نه غیر بل مقصد نشته نلري او دوی غواړي چې د سولې راتلونکي خبرې به یې له امله سبوتاژ شي.
طالبانو په اخر کې د پخوا په شان یو ځل بیا پخپله وسله واله جهادي مبارزه باندې ټينګار کړی دی او د دوام ګواښ یې کړی دی.


















