سه شنبه, اپریل 21, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه افغانستان

تر دندې سپارلو یوه ورځ مخکې نیکولسن د طالبانو بریالي عملیات ځان ته منسوب کړل

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
سپتمبر 2, 2018
کټګوریانې: افغانستان, خبرونه
0
516
ځلې شریک شوی
93
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

کابل.کام – د وږي ۱۱مه، ۱۳۹۷:

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان، جنرال جان نیکولسن، چې نن (د وږي ۱۱مه / سپټمبر ۲مه) یې خپل ځای جنرال آسټين سکاټ میلر ته پرېښود، تېره ورځ په جوزجان کې د داعش پر ضد د طالبانو بریالي عملیات ځان ته منسوب کړي او ویلي یې دي چې په جوزجان کې د داعش ډلې جنګیالي افغان ځانګړو ځواکونو او امریکايي سرتېرو مات کړل. تر جنرال نیکولسن وړاندې، افغان دفاع وزارت هم دا عملیات خپله بریا بللې وه.

دا هم ولولئ

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

جنرال نیکولسن دا څرګندونې امریکا غږ ته په یوه لېږل شوي ایمېل کې کړې دي.

د نوموړي پرونۍ څرګندونې زیاتره د روسیې له لوري پر امریکا له داعش سره د ”مرستې“ د لګولو شویو تورونو په اړه وې. جنرال نیکولسن د خپلو څرګندونو په دوام کې ویلي، ”په داسې حال کې چې روسیه په افغانستان کې د داعش ډلې په اړه پرلپسې غلطې څرګندونې کوي، د امریکا متحده ایالاتو او افغان ځانګړو ځواکونو په جوزجان کې د اسلامي دولت – خراسان محاصره [جنګیالي] له منځه یووړل او په ننګرهار کې د اسلامي دولت – خراسان مشران او جنګیالي وژني.“

 د روان ۱۳۹۷ز کال د زمري په ۹مه (۳۱ جولای) طالبانو تر ۲۴ ورځینو عملیاتو وروسته د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې د داعش ډلې سلګونو جنګیالیو ته ماتې ورکړه، او په دې توګه یې د هېواد شمال له دې ډلې پاک کړ.

په دې عملیاتو کې لسګونه داعش جنګیالي ټپیان او ووژل شول، د داعش ډلې د ځینو بهرنیو جنګیالیو په ګډون شاوخوا ۱۳۰ جنګیالي طالبانو ژوندي ونیول، او څه باندې ۲۵۰ نور داعشیان دولتي چورلکو له طالبانو وژغورل.

• جوزجان کې داعش څنګه مات شو؟ د طالبانو له ویاند سره مرکه

 په ژغورل شویو داعش جنګیالیو کې د جوزجان لپاره د دې ډلې مشر، حبیب الرحمن رهبر، او د هغه مرستیال، مفتي نعمت، هم ګډون درلود. د عملیاتو تر پای ته رسېدو څو ورځې وروسته، امریکایۍ نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپل راپور کې وویل چې حکومت د داعش ډلې ژغورل شوي داعشیان د ”عزتمنو مېلمنو“ په توګه ساتي او په مېلمستونونو کې یې مېشت کړي دي.

 په دې عملیاتو کې، افغان او امریکايي ځواکونو یوازې د داعش جنګیالیو په ژغورلو کې برخه درلوده، او الوتکو د عملیاتو پر مهال لږ تر لږه دوه ځله پر طالبانو بمبار وکړ.

جنرال نیکولسن تر دندې سپارلو یوه ورځ مخکې، له امریکا غږ سره په خبرو کې روسیه په افغانستان کې د امریکا په ناکامه ښوولو هم تورنه کړه. نوموړي ویلي، ”مونږ پوهېږو چې روسیه غواړي زموږ پوځي بریاوې او په افغانستان کې له کلونو راهیسې [زموږ ترلاسه کړي] پوځي پرمختګونه کم وښيي، او [زموږ شریکان] د د افغانستان د ثبات په اړه پوښتنې کولو ته مجبوره کړي.“

• د داعش تسلیم شوي مرستیال مفتي نعمت له حکومته ګیله کړې

د نوموړي په خبره، ”دا کومه پټه خبره نه ده چې روسیه داسې فرصت غواړي چې په وسیله یې د امریکا او د افغانستان په ګډون په منځنۍ اسیا کې زموږ د نورو شریکانو تر منځ فاصله راوړلي.“

له داعش سره ”د امریکا او افغان حکومت کومک“

روسیه پر امریکا او افغان حکومت تور لګوي چې بې نومه چورلکې یې د داعش ډلې جنګیالیو ته وسلې او نورې مرستې رسوي. خو امریکا او افغان حکومت دا تورونه ردوي او، په بدل کې یې، پر روسیې تور پورې کوي چې له طالبانو سره د وسلو مرستې کوي. خو روسیې هم تل دا تورونه رد کړي، او وايي چې له طالبانو سره یوازې سیاسي تماس لري. طالبانو هم د روسیې په ګډون له ګڼو نورو هېوادونو سره د تماسونو درلودل تایید کړي دي.

په داعش پسې.. تر جوزجان وروسته ننګرهار

په جوزجان کې داعش ډلې ته تر ماتې ورکولو وروسته، طالبانو د هېواد په ختیځ ننګرهار ولایت کې، چې په ځینو ولسوالیو کې یې داعش ډله شتون لري، د دې ډلې پر ضد عملیات پیل کړي دي.

 طالبان او د سیمې ځایي اوسېدونکي وايي چې الوتکې د عملیاتو پر مهال له داعش سره پر جنګېدونکو طالبانو هوايي بریدونه کوي، چې له امله یې طالبان د داعش پر ضد عملیاتو ته دوام نشي ورکولای.

 تر دې وړاندې هم طالبانو په ننګرهار کې د داعش ډلې د له منځه وړلو په موخه عملیات ترسره کړي وو، خو د الوتکو د بمبار او نورو ستونزو له امله یې بېرته ودرول. داسې ښکاري چې طالبان په ننګرهار کې د داعش پر ضد په عملیاتو ترسره کولو سره غواړي چې ټول افغانستان د دې ډلې له شتون څخه پاک کړي.

لوی ټکي: جنرال جان نیکولسن
مخکینې مطلب

روزګان ولايتي شورا: چارواکي مرسته شوي غنم پر خپلو خپلوانو ويشي

بل مطلب

پر بګرام هوايي ډګر د توغنديو بريد شوی

ځانګړي مطالب

خبرونه

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
خبرونه

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
افغانستان

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
افغانستان

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    13 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com