تالقان کې د ۶۸ میلیون افغانیو په لګښت څلور پروژې پیل شوې

کابل ټکی کام (يکشنبه، د لړم ۱۰مه)

د تخار ولایت د تالقان ښاروالۍ د ۶۸ میلیون افغانیو په لګښت څلور انکشافي پروژې پیل کړې، چې پکې د اوو کیلومترو ویالو او ۶۰۰ مترو سېلاب‌وړونکي کانال جوړول، د ۳۰ عامه تشنابونو جوړول، د درېیو پارکونو ترمیم او د ښاروالۍ د اداري ودانۍ ترمیم او رنګول شامل دي.

د تالقان ښاروال قاري نقیب‌الله محمدي وايي، د دغو پروژو په بشپړېدو سره به ښاري خدمات ښه او د ترافیکي ګڼې ګوڼې د کمېدو ترڅنګ به د کندز او بدخشان ولایتونو د ترانزیټي موټرو تګ راتګ هم اسانه شي. د پروژو لګښت د تالقان ښاروالۍ له انکشافي بودجې ورکول کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button