بلوڅ ازادي غوښتونکو په بلوچستان کې د ۲۸ پاکستاني پوځیانو د وژلو ادعا کړې

کابل ټکی کام (يکشنبه، د لړم ۱۰مه)

د «بلوچستان پوسټ» د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر ۳۱مې د راپور له مخې، د دغې ډلې ویاند مېجر ګوهرام بلوڅ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ادعا کړې، چې د اکتوبر له ۸مې تر ۳۱مې نېټې پورې یې په بلوچستان کې د ۱۳ عملیاتو پر مهال ۲۸ پاکستاني پوځیان وژلي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي دي.

د دغې ډلې د اعلامیې له مخې، یاد بریدونه د پاکستاني پوځ پر کاروانونو، پوځي مرکزونو، سرحدي پوستو او پولیسو ترسره شوي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې د بریدونو پر مهال یو شمېر پوځي وسایط او تجهیزات هم ویجاړ شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button