د مرحوم مولوي جلال الدین حقاني د وفات له امله د مولوي سدوزي اغا د تعزیت پیغام

كُلُّ نَفْسٍ ذائِقَةُ الْمَوْت. (الآیة)
د فاضل عالم او قهرمان مجاهد الحاج محترم مولوي جلال الدین حقاني صاحب د وفات دردناک خبر ودردولم. مولوي حقاني صاحب خپل ټول عمر د خپل خالق د رضا لپاره په علم، جهاد او مصالحې کې ولګاوه. الحمدلله چې د ژوند یوه اهمه مرحله کې موږ او حقاني صاحب ملګري پاتې شوي وو.
مرحوم حقاني صاحب د شوروي پرخلاف جهاد کې ډېر کوششونه وکړل چې جهادي رهبران متحد کړي. پر افغانستان د امریکا د تجاوز پر خلاف یې هم جهاد کې په پوره مېړانې برخه واخیسته او په دې لار کې يې د زړه ټوټې هم قرباني کړې. د جهاد سره سره مرحوم مولوي صاحب د مجاهدینو د صف د یووالي تعهد د ځانه سره ټینګ وساتئ.
الله رب العالمین دې د هجرت، جهاد او د مصالحې د کوششونو او د ټولو تکالیفو پوره پوره اجرونه ورکړي. الله تعالی دې قبر منور او د جنت د باغیچو څخه یوه باغیچه وګرځوي.
رحمه الله رحمةً واسعة
الحاج مولوي سدوزی آغا*
______
* مولوي سيد محمد سدوزى اغا د قندهار ولايت د مشهورو علماوو څخه دی. د شهيد نصرالله منصور صيب او مرحوم حقاني صيب ابتدائي جهادي ملگري و. هغه وخت به دوی په داخل د افغانستان كې پټ مجالس او مشورې كولې. بيا چي كله مهاجر شو نو د نصرالله منصور د تنظيم د حوزه جنوب غرب مسول و. بيا د اتحاد د تنظيم د حوزه جنوب له مسولينو څخه و او د جهادي تنظيمونو د اتحاد په أساسي كسانو كي و.
بيا چې كله تحريك شروع شو نو د تحريك د بنيادي ملگرو څخه و.
نوموړی د دارالعلوم حقانية پېښور فارغ التحصيل دی او د شهيد محمد اسحاق پلار دي، چې مشهور په لالا ملنگ و. لالا ملنګ په قندهار كې د طالبانو د مشهورې جبهې، السرية الفاروقيه، عمومي قومندان و، بيا د روسانو سره لالا ملنگ بندي شو، او د روسي جنرال سره په تبادله باندې خلاص شو.
د مولوي سيد محمد سدوزي اغا بل زوی، چي شهيد يعقوب نوميده، هم د روسانو په وخت كي شهيد شو. بل زوي یې شيخ الحديث مولوي محمد يوسف صېب، چې د امارت په وخت كې د قندهار د جهادي مدرسې ناظم و، تېر كال په قندهار كي شهيد شو. زه او بل ورور يونس اغا چې كله پاكستان بنديان كړو، نو والد صيب مو قطر ته هجرت وكړ.



