د سنګال یوه کډوال ته د ۴ لکو یورو لاټرۍ ووتله

(کابل ټکی کام جمعه، مرغومي ۴مه، ۱۳۹۴ل) :

هسپانیا د کریسمس په تالار کې یوه سګالي بې روزګاره کډوال ته د ۴۰۰ سوه زرو یورو لاټرۍ وختله .

دغه تور پوستی سګالي وګړی خپلې مېرمنې سره یوځای په ۲۰۰۷ کال کې له مراکش څخه هسپانیې ته د سمندر له خطر نه ډکې لارې په کشتۍ کې کډه شوی وه .

ددوي کشتۍ ډوبه شوې وه خو د هسپانيې ساحل ساتونکو له لوري سپاره ټول ګډوال ژغورل شوي وه او دغه جوړه تنریف ته د دولت له لوري اتقال شوي وه .

اوس مهال د هسپانیا جنوب رکتاس ښارګوټي کې اوسېږي چې ۳۰ سلنه بې روزګاره وګړي لري او دغه ښارګوټی د بې روزګارۍ له پلوه هسپیانیا کې  لومړی ځای لري  .

دغه ۳۵ کلن سګالي او مېرمن يې په دې ورستيو کې بیخي له اقتصادي ستونزو سره مخ ول، ۵ یورو هم دوي په ګډه نه لرلې چې ډوډۍ پرې واخلي او نه ورته کار موندنۍ موقع په لاس ورتلله .

سليم بریال

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button