پلچرخي زندان: د روغتیایي آسانتیاو د نه شتون له امله یو بندي وفات شوی دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۱۸)
راپورونه وایي، چې د کابل په تر ټولو لوی زندان “ پلچرخي“ کې یو بل بندي د نه تداوۍ او د روغتیایي آسانتیاو د نه شتون له امله مړ شوی دی.
دفارياب ولايت اوسېدونکی شاه پسند د محمد هاشم زوی چي د پلچرخي زندان په دريم بلاک کي يې د بند شپې ورځي تېرولې او له څه مودې راهيسي ناروغ وو، تېره ورځ په حق رسیدلی.
د نوموړي ملګري وایي، شاپسند په صعب العلاجه“ناممکنه“ ناروغۍ نه وو اخته ، خو د روغتيايي اسانتياوو نه شتون او له محابسو څخه د باندي په روغتونونو کي د ناروغو بنديانو تداوۍ ته اجازه نه ورکول هغه لاملونه و، چي د نوموړي په ګډون یې په تیر یوکال کې ګڼ زندانیان د مرګ ترکومې ورسول.
باید وویل شي چې دا په تیره یوه اونۍ کې دوهم بندی ده چې د معمولي نارغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
طالبانو پر دې پیښه خواشیني ښوودلې او ویلي یې دي چې
“د افغانستان اسلامي امارت متعهد دی چي د مسلمان اولس ددغو مظلومو او بې دفاع بچيانو ملاتړ به د هري ممکنه وسېلې څخه په ګټي اخيستني سره کوي“
طالبانو د بندیانو کورنیو ته ډاډ ورکړی چې بندیان ورته اولویت لري او مشکلاتو ته د رسېدګۍ لپاره يې پوره کوښښ کوي.
باید وویل چې څو ورځې وړاندې دولتي ځواکونو په پلچرخي زندان کې د بندیانو نمایندګان او علماء په دې پلمه د بګرام زندان ته انتقال کړل چې ګواکې د وسلوالو ډلو سره نږدې اړیکې لري، په غبرګون کې یې زندانیانو سخت عکس العمل وښووده چې په نتیجه کې یې څو کسه پولیس او بندیان هم ټپیان شول.



