(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۲۰)
نن مازدیګر او اوس ماښام د کابل ښار لویدیځه برخه کې د مقناطیسي ماین دوه چاودنې شوې.
د کابل پولیس وایي، لومړۍ چاودنه مازدیګرمهال په کمپنۍ سیمه کې د پولیسو په رینجر موټر د مقناطیسي ماین په مټ چاودنه شوې چې څلور کسان په کې ټپیان دي ،ویل کیږي د ځینو ټپیانو حالت د اندیښنې وړ دی.
د یادې چاودنې په تعقیب نن ماخوستن مهال نږدې ۸ بجې د کابل ښار په شپږمه ناحیه کې د پل سوخته سیمې ته نږدې یوه بله چاودنه هم وشوه.
د کابل د پولیسو ویاند حشمت ستانکزی وایي، په چاودنه کې یواځې موټر چلوونکی ټپي شوی.
نوموړي نه دي ویلي چې موټر چلوونکی څوک او د کومې ادارې کارمند و، که عادي وګړی.
د یادو چاودنو مسؤلیت کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی.


















