زورورې زلزلې افغانستان او سیمې ته ټکانونه ورکړل

(کابل ټکی کام شنبه، مرغومي ۵ مه، ۱۳۹۴ل):

د تېرې شپې زلزلې چې د افغانستان په وخت د شپې ۱۱بجې ۱۴ دقیقې وشوه پلازمینه کابل، هند، پاکستان ،او تاجکستان ځینې برخې سختې ولړزولې .

دغې زورورې زلزلې چې د رېښتر په کچه ۶  اعشاریه ۴، او ژور ولی  ۲۰۳ کیلومټره ښودل شوی، د خیبر پښتونخوایالت  پېښور شاوخو سیمو خلک يې له خوبه راوېښ او له بړستنې نه يې انګړ په لور وځغلول .

د لومړنیو راپورونو په بنسټ زلزلې د ګاونډي هېواد پاکستان پېښور ښار په مربوطاتو کې د ۱۸ تنو ټپي کېدو خبر ورکړ ی.

خو د (CNN) تلویزون خبري چینل او یو شمېر نور رسنیو د بلال احمد فیضي له خولې نقلوي چې  ۳۰ تنه ژوبل شوي دي .

سره له دې چې د زلزلزلې عمق ډير ښودل شوی ددې معنا داده چې د رېښتر په کچه ۶ اعشاریه ۴ زلزله ډير تاوانونه او مرګ ژوبله اړولی شي خو بیا بلې خوا د ژوروالي له امله د زلزلې قوت نه برسېره کیږي.

تر دې دمه د نورو مړو او ټپیانو راپورونه نه دي ورکړل شوي، خو د خیبر پښتونخوا ایالتي حکوت د خطر سره کرښه اعلان کړې ده .

همدا رنګه د روان کال اکتوبر په ۲۶ مه همدغو سيمو کې د رېښتر  ۷ اعشاریه ۵  درجې زلزلې ټکانونه وليدل شول چې په زرګونه خلک يې بې کوره او تر ۳۰۰ پورې يې مړه کړي وه .

سليم بریال

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button